پينډۍ 08 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان او د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه د نوشكي بلوچستان دوره كړې۔ د بلوچستان وزيراعليٰ او ګورنر ، وفاقي او صوبائي وزيران هم د وزيراعظم سره ملګري وو۔ وزيراعظم ته په سيمه كښې په امنيتي صورتحال تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔د آئي اېس پي آر له مخې په دې موقع وزيراعظم پوځي ډلو سره خبرو اترو كښې د پاكستان لپاره په ځانګرو قربانيو وركولو شهيدانو او د هغوې كورنيو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ وزيراعظم د عسكرو پيشه وره پوهه وستائله او آپريشنل تياري او مړانه ئې وستائله۔وزيراعظم د بلوچستان پرمختګ ته د زيان رسوونكو ترهه ګرو باقيات ختمولو لپاره د وسله والو د مرستې او قامي عزم پخلے وكړو۔ وزيراعظم ووئيل كوتلو قامي هلو ځلو ، د وفاقي او صوبائي حكومتونو ترمينځه مرسته او د وسله والو په مرسته مونږ د بلوچستان حقيقي صلاحيتونه كارولې شو۔دې نه پس وزير اعظم د سيمې قبائلي مشرانو سره خبرې وكړي او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ئې د هغوي غير متزلزل حمايت او بلوچستان كښې سوكالۍ او پرمختګ لپاره حكومتي اقدامات له مرسته وستائله۔ده د جرګې غړو له بلوچستان كښې د پرمختيائي پروژو په وخت بشپړولو په اړه د مرستې روانه ساتلو باور وركړو۔ وزيراعظم ووئيل د بلوچستان پرمختګ ته خاص پام لرنه كوو
د وزيراعظم عمران خان او د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه د نوشكي بلوچستان دوره، وزيراعظم د عسكرو پيشه وره پوهه وستائله
مضمون کا ماخذ : Raging Rhino