اسلام آباد۔13اپرېل(اے پی پی) د وفاقي حكومت د پرېكړې له مخې به بېنك دولت پاكستان (اېس بي پي ) په اونۍ كښې شپږ ورځې پرانستې پاتې كېږي او د روژې مباركه مياشت كښې به د فتر وختونه دا ډول وي په كومو به چې ټولو بېنكونو ٬ پرمختيائي مالي ادارو (ډی اېف آئیز) او مائیکروفنانس بېنک هم عملدرآمد كوي۔ د دفتر وخت به د ګل ورځې نه تر زيارت ورځې د سهار 8 بجو نه تر ماسپښين 3 بجو وي په كوم كښې به چې د يوې بجې نه تر يوې نيمې بجې لمونځ لپاره دمه كولې شي۔ د جمعې په ورځ د دفتر وختونه به د كومې دمې نه غېر د سهار 8 بجو نه د ماسپښين تر 1 بجې وي ۔ بېنكونو /مائیکروفنانس بېنکونو ته هدايت كولې شي چې هغوي دې اولس سره لېن دېن لپاره په لاندې وركړې شويو كاروباري (بېنكاري) وختونو عملدرآد وكړي۔ د ګل نه تر زيارت او د خالي په ورځ 8 نه تر 1 بجې د لمونځ دمې نه غېر او د جمعې په ورځ به د دفتر وخت د كومې دمې نه غېر د سهار 8 بجو نه تر ماسپښين 12 بجو وي۔
د وفاقي حكومت د پرېكړې له مخې به بېنك دولت پاكستان (اېس بي پي ) به په اونۍ كښې شپږ ورځې پرانستې وي
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں