اسلام آباد۔15دسمبر(اے پی پی) د بېن المذاهب همغږۍ او د منځني ختيز چارو خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې هندوستان د پاكستان په ضد پرله پسې ترهګرۍ او تخريب كارۍ كښې ككړ پاتے شوے دے٬ د پاكستان د امن پالېسي ګردې نړۍ منلې ده٬ د هندوستان لخوا د ترهګرۍ او تخريب كارۍ شواهد مو ګردې نړۍ ته وړاندې كړې دي٬ هندوستان 20 كاله افغانستان څخه په پاكستان كښې ترهګري او تخريب كاري كړې ده۔ د افغان طالبان حكومت راتللو څخه وروستو د پاكستان او افغانستان اړيكې خرابولو له امن دښمن قوتونه سازشونه كوي۔ د ابلاغ ذريعو سره خبرو كښې ده ووئيل په كابل كښې په پاكستاني سفير بريد او د چمن بارډر صورتحال د افسوس وړ دے٬ پاكستان افغانستان سره ټولې چارې د خبرو او مفاهمت دلارې حل كوي او كوي به۔ ده ووئيل د عمران خان د جنرال باجوه په ضد كمپائن دافسوس وړ دے۔ ده ووئيل د تېرو دوه ورځو په مهال داخله وزير او خارجه وزارت د هندوستان د پاكستان په ضد د تخريب كارۍ عزائمو شواهد وړاندې كړې وو۔ده ووئيل هيله لرؤ چې نړۍ به د هندوستان د ترهګرۍ او انتها خوښۍ سوچ په ضد فوري ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل د كشمير او فلسطين په مسئله د اسلامي مرستې تنظيم دريځ ښكاره دے۔ ده ووئيل د او آئي سي د عمومي سېكتر د آزاد كشمير او پاكستان دوره د كشمير په مسئله د پاكستان د دريځ تائيد او كشمير اولس سره د يو والي څرګندونه ده۔ ده ووئيل د پاكستان د سياسي او مذهبي مشرتابه ذمه واري ده چې هغه په هېواد كښې سياسي استحكام رامخې ته كړي او سياسي چارې خپلو كښې د خبرو د لارې حل كړي۔ ده ووئيل پاکستان علماﺀ كونسل د صدر مملكت لخوا د مذاكراتي هڅو تائيد كوي او د تحريك انصاف مشرتابه ته خواست كوي چې هغه دې هېواد كښې سياسي استحكام راوستلو له مذاكراتو ته پام وګرځوي۔ د مذاكراتو عمل سره د ټاكنو معامله سره ته رسېدې شي۔
هندوستان د پاكستان په ضد پرله پسې په ترهګرۍ او تخريب كارۍ كښې ككړ پاتے شوے٬ طاهر محمود اشرفي
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری