ملتان 06 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات،خپرونو او پارلیمانی چارو نګران و??اق?? وزیر مرتضیٰ سولنګی وئيلي دي ملتان د صوفیائے کرامو خاوره ده، سرائیکی فنکارانو او سندرغاړو د سرائیکی كلتور رامخې ته كولو كښې مهم کردار ترسره كړے ، پي ټي و?? ملتان سینټر د تيرو 16 كلونو راهسې د دې سيمې په خذمت كښې بوښت دے ، د پي ټي و?? نیشنل ملتان نشریات په سیټلائټ منتقل كول د دې ځائې د وګړو پخوانۍ غوښټنه وه كومه چې پوره كړې شوه۔ دا نشریات به د نړۍ 50 هېوادونو كښې كتلے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پاکستان ټیلي ویژن ملتان سینټر كښې د 24 ساعته نشریات پېل كولو پرانستي دستوري ته په سرائیکۍ ژبه كښې وينا او ریډیو پاکستان ملتان مرکز كښې د اديبانو او شاعرانو سره غیر رسمی خبرو كښې وكړه۔ نګران وفاقی وزیر ووئيل نيمه اوچه كښې سلسله سهروردیه د حضرت بهاوالدین ذکریا ملتاني په وجه پيل شوې،دغسې نيمه اوچه كښې سلسله قادریه د اچ شریف څخه حضرت غوث بندګي پيل كړې وه ۔ ده ووئيل د ملتان سيمي عمر له د ادب او فن زيات خذمت کړے دے،دې سيمې ته د نيمي اوچي څخه فنکاران او سندرغاړي راغلي ، عظیم ګلوکار پټھانے خان، ثریا ملتانیکر، استاد حسین بخش ډھاډھی، بدرو ملتاني ، نصیر مستانه، جمیل پروانه، عاشق حسین، رمضان حسین، پروین نظر، زاهده پروین، منصور ملنګي، غلام عباس او نورو سندر غاړو د موسیقۍ لوئ خذمت کړے او سرائیکي سيمه ئې په ټوله نړۍ كښې ځلولې ده ۔دې څخه وړاندې ریډیو پاکستان ملتان مرکز كښې د ادیبانو او شاعرانو سره غیر رسمی خبرو كښې ده ووئيل ریډیو پاکستان ملتان مرکز كښې تر ټولو جدید ډیجیټل سټ??ډی?? د سيمې اولس لپاره خوشبينه ده ?? جدید ټیکنالوجي لرونكے ریډیو د سيمې اولس مسئلو رامخې ته كولو او ادب او كلتور ته ودي وركولو كښې مهم کردار ترسره كولې شي۔دې څخه وړاندې نګران و??اق?? وزیر پي ټي و?? ملتان سینټر كښې د 24 ساعته نشریات پېل كولو او ریډیو پاکستان ملتان مرکز كښې تر ټولو جدید ډیجیټل سټ??ډی?? پرانسته وكړه۔(
ملتان د صوفیائے کرامو خاوره ده، سرائیکي فنکارانو او سندرغاړو د سرائیکي كلتور په رامخې ته كولو كښې مهم کردار ترسره كړے ۔ د اطلاعات نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګي
Powerful Shooting Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم