اسلام آباد۔5اکتوبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ د خارجه چارو كمېټۍ دوه ورځنۍ غونډه د شورؤ په ورځ پېل كېږي۔ دا غونډه به د قامي اسمبلۍ د خارجه چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن ملك محمد احسان الله ټوانه په مشرۍ كښې پارليمنټ هاؤس كښې كېږي۔ غونډه كښی به د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په شمول د كمېټۍ غړي او اړوند چارواكي ګډون كوي۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لمخې د خارجه چارو قائمه كمېټۍ غونډه كښې به د امريكا چين تجارتي جنګ او په پاكستان د دې په اغېز ٬ د كمېټۍ د 30 اكتوبر 2019 غونډې په سفارشاتو عملدرآمد او په تنزانيه كښې د 17 كالو نه په حراست كښې د پاتې شويو 19 پاكستاني وګړو په معامله غور كولے شي۔ غونډه كښې به د ترکمانستان۔افغانستان۔پاکستان۔بھارت (تاپی) ګاز پائپ لائن پراجېكټ او د پاك ايران ګاز پائپ لائن منصوبې په اړه بريفنګ وركولے شي۔ د قامي اسمبلۍ د خارجه چارو قائمه كمېټۍ دا غونډه به د روانې مياشتې په 7 مه نېټه كېږي۔
د قامي اسمبلۍ د خارجه چارو كمېټۍ دوه ورځنۍ غونډه د شورؤ په ورځ پېل كېږي
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil