اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير عبدالقادر پټېل وئيلي دي چې د كورونا په علاج كښې د استعمالېدونكې انجكشن بېعه كمه كړې شوې. په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې وفاقي كابينې د رېمډيسېور د 100 ملي ګرام انجكشن په بېعه كښې د كمي منظوري وركړې. د كورونا رنځورانو علاج لپاره دا يوه موثر دوا ده. عبدالقادر پټېل ووئيل چې د 100 ملي ګرام انجكشن اول بېعه 2300 روپې وه ، اوس ئې په بېعه كښې د 408 روپو كمې شوې او د دې نه پس د رېمډيسيور انجكشن نوې بېعه 1892 روپې ده. ده ووئيل چې اوسنې حكومت د روغتيا په څانګه كښې بهترې لپاره موثر اقدامات كوي. ده ووئيل چې د روغتيا په څانګه د اولس غوره طبي اسانيو لپاره پوخ عزم لرو.
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم