اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) قامي خرانې او محصولات لپاره د وزيراعظم صلاحكار ډاکټرعبدا??حف??ظ شېخ وئيلي دي حکومت روزګار وركولو او د عدم مساوات خاتمې لپاره عزم لري٬ د كرونا وباء په مهال حكومت د معاشي خنډانو او ستونزو باوجود د اولس او كاروبار معاونت لپاره لا??حه خپله كړې ۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د آئي اېم اېف منيجنګ ډائريکټرکرسټالينا جوارجيوا د منطقې د وزيرانو او سټېټ بېنكس د ګورنرانو سره د خبرو اترو په موقع د وېډيو لنك د لارې خپله وېنا كښې وكړه۔ مېنځني ختيز،شمالي افريقه ، افغانستان او د پاکستان وزيرانو او د سټېټ بنېك ګورنرانو په دې خبرو اترو كښې برخه اخستې۔ په غونډه كښې د منطقې په معيشتونو د كرونا وائرس د اثراتو او بحران مخنيوي لپاره پخپلو تجربو او د لارښونې په اصولو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ عبدا??حف??ظ شېخ ووئيل د وباء په مهال د هېواد ميعشت بهترۍ لپاره د حكومت لخوا د پورته كړو اقداماتو او اصلاحاتو نه غونډه خبر كړه۔ ده ووئيل اګرچه حكومت د مالياتي خنډانو سره مخ ٶ خو د دې باوجود د وباء نه پس حكومت د خپل اولس او د كاروبار په ممكنه توګه معاونت كولو لپاره لا??حه خپله كړې او د ټولنې د بې وسه او كمزورو طبقو ئې مالي مرسته كړې او دغسې كاروبار په خاص توګه د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې كاروبار معاونت شوے۔ ډاکټرعبدا??حف??ظ شېخ ووئيل پرمختګ لپاره د منطقې شراكتدارو هېوادونو سره په ګډه كوټلې لا??حه خپلولو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل په دې غېر معمولي صورتحال كښې دوست هېوادونو او پرمختيائي شراكتدارو څخه تكنيكي مشاورت او مالي معاونت ترلاسه كول ضروري ګنلے كېږي او په دې تناظر كښې بايد ټول خپل كردار ولوبوي۔ په دې موقع ګډون كوٶنكو په ??با??ثه كولو د کرسټالينا جورجيوا او د ھغې د دلې مننه وكړه او د ګڼ اړخيزه پرمختيائي شراكتدارۍ په حېث زيات موثره كردار د ادا كولو په حاجت ئې رڼا واچوله
حکومت روزګار وركولو او د عدم مساوات خاتمې لپاره عزم لري۔ ډاكټر عبدالحفيظ شېخ
مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی