اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) سيکرټري جنرل به د 21 نه تر 24 جولائي د پاکستان دوره کوي۔د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې اېس سي او سيکرټري جنرل ژهانګ منګ په بيجنګ كښې جوړ د شنګھائي مرستې تنظيم سيکرټريټ په چارواكو مشتمل پلاوي مشري كوي۔د خپلې دورې په مهال به د اېس سي او سيکرټري جنرل د خارجه وزير نه علاوه د تجارت، موسمي بدلون ، انفارمېشن ټيکنالوجي او سمندري چارو وزيرانو سره ملاقاتونه كوي۔هغه به انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز اسلام آباد كښې خطاب هم كوي او کاروباري لارښودو او کاروباري شخصيات سره به خبرې اترې كوي۔ شنګھائي مرستې تنظيم يو لوئ نړيوال ګڼ اړخيزه تنظيم دې چې پكښې 8 غړي هېوادونو كښې چين او روس هم شامل دي۔ اېس سي او هېوادونه د نړيوالي آبادۍ په 41 فيصده مشتمل دې او نړيوالې جي ډي پي كښې 23 فيصده برخه لري۔ شنګھائي مرستې تنظيم پاکستان له د غړو هېوادونو سره ژور او تاريخي اړيكو لا قوي كولو او بيلو څانګو كښې شريكې ګټي لپاره سماجي او اقتصادي مرستې ته ودې وركولو لپاره يو مهم پليټ فارم وركوي۔
شنګھائي مرستې تنظيم سيکرټري جنرل به د 21 نه تر 24 جولائي د پاکستان دوره کوي ۔ د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون