اسلام آباد۔26اپرېل(اے پی پی)وزيرا??ظم شهباز شريف وئيلي دي چې پي ټي آئي د شخصي اقتدار ترلاسه كولو لپاره هره حربه كارولې ده، پاك پوځ او د دې مشرتابه د بهرنيو ايجنټانو د لارې بدنام كړې شو٬ په ټولنه کښې ګډوډې او تفرقه اچولو کښې يۍ هېڅ كمې نه دې كړې٬ د دې ټولو باوجود اتحادي حكومت د خبرو دروازه بندول نه غواړي۔ ٬ پارليماني كمېټۍ د پارليمان د لارې ګنجائش پېدا ??ولې شي٬ د ټاكنو په يوه ورځ د ټولو موافقې له مو خپله وروستۍ هڅه كړې٬ پارليمان چې څه پرېكړه وكړي د هغې به احترام كوؤ٬ د سپريم كورټ كار ثالثي كول نه دي۔ ده د شورؤ په ورځ د اتحادي ګوندونو لارښودو غونډې ته خطاب كولو۔ وزيرا??ظم شهباز شريف په غونډه كښې ګډون كوؤنكو د اتحادي ګوندونو مشرانو ته د تېر اختر مباركي وركړه۔ وزيراعظ?? ووئيل چې نن يو ځل بيا د اتحادي ګوندونو مشران سلا مشورې لپاره راغونډ شوي دي، د اتحادي مشرانو په غونډه كښې په تېرو وختونو كښې د هېواد په روانو حالاتو او چيلنجونو خبرې وشوې او په نتيجه كښې ئې ګامونه پورته كړې شوي۔ وزيراعظ?? وويل چې حالات اوس هم سخت چېلنجنګ دي، تيره ورځ د سپريم کورټ درې کسيزه بېنچ ٬ كوم چې قومي اسمبلۍ قبول نه كړو او دا ??وه متفقه رايې او پرېكړه وه چې مونږ د څلور درې پرېكړه منؤ ٬ د پنځه دوه يا درې دوه نه۔ په دې اړه مونږ كلك موقف خپل كړو او نن هم مونږ دا ګڼو او منؤ چې پرېكړه د څلور درې ده۔ وزيراعظ?? ووئيل سپريم كورټ په دې اړه خپل درې كسيزه بنچ سره معامله مخ په وړاندې بوتلل غواړي نو ځكه مونږ نن بيا يو ځايې ته راجمع شوې يؤ ??غس?? چې د خپلې پرېكړې پخلې وكړؤ۔ وزیراعظ?? ووئيل سبا هم دې بنچ الېكشن لپاره د فنډز وركولو په اړه ځواب غوښتلے دے۔ ده ووئيل دا ??عامله به هم لكه د تېرو مسئلو پارليمان ته ځي٬ دا زمونږ اخلاقي او سياسي فرض دے چې د پارليمان د پرېكړو احترام وكړؤ۔ ده ووئيل مونږ سپريم كورټ ته د ضامن جوړېدو يا ثالثي كولو حق نه شو وركولې دا د هغوي كار نه دے ٬ د هغوي كار د قانون او آئين له مخې پرېكړې كول دي ۔ ده ووئيل په دې اړه د اتحادي ګوندونو متفقه خبره دا ده چې ټاكنې بايد په نومبر كښې چې په كومه هم نېټه كېدې شي بايد وكړې شي۔ وزيراعظ?? ووئيل په 13 اګست به د پارليمان موده ختمه شي۔ دې نه وروستو 90 ورځې كه شامل كړې شي نو د اكتوبر نومبر نېټه جوړېږي۔ وزیراعظ?? ووئيل پي ټي آئي چې زمونږ خارجه اړيكو ته څومره زيان رسولې دې د هغې تفصيلات دلته بيانولې نه شؤ۔ ده ووئيل په هېواد كښې د ګډوډي فضا پېدا ??ولو كښې هېڅ كمې نه دې شوې٬ په ټولنه كښې تفرقه پېدا ??ړې شوه٬ خلق يو بل څخه متنفر كړې شول٬ استاذ شاګرد څخه ٬ سياستمدار وركرانو څخه ٬ مزدور مالك څخه ٬ تر دې چې پاك پوځ هم معاف نه كړې شو٬ په دې كښې د پي ټي آئي بهرنيو ايجنټس د ټويټ او سوشل ميډيا كارولو سره هغه ناوړه كردار ترسره كړو كوم چې سړې حېرانوي چې څومره د ذاتي انا او اقتدار لپاره د پاكستان هر مقصد قربانولې شي۔ وزيراعظ?? ووئيل تر كومې چې د مذاكراتو خبره ده نو په دې اړه نزدې د ټولو رايې يوه ده چې د مذكراتو لاره بايد بنده نه كړې شي خو ددې شكل به څه وي په دې به مشاورت كولې شي۔ وزیراعظ?? ووئيل يوه رايې دا ??م ده چې مونږ د قومي اسمبلۍ سپيكر د لارې هغوي ته دا خبره ورسوؤ او پارليماني كمېټي دا ??عامله ترسره كولې شي ٬ په پارليمان كښی پارليماني كمېټي په دې معامله كښې ګنجائش پېدا ??ولې شي ??غس?? چې اولس ته دا ??علومه شي چې د اتحادي حكومتونو مشرانو په يوه ورځ د ټاكنو په كولو د ټولو متفق كولو وروستۍ هڅه وكړه او دا ??عامله مو د خپلې انا مسئله جوړه نه كړه
پي ټي آئي شخصي اقتدار ترلاسه كولو لپاره هره لوبه كړې٬ د وزيراعظم شهباز شريف د اتحادي ګوندونو لارښودو غونډې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج