اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د چين سټېټ كونسلر او خارجه وزير وانګ يی سره د شورو په ورځ ورچوئل غونډه كړې۔د خارجه دفتر وياند له مخې سټېټ كونسلر وانګ يی خارجه وزير ته په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړې ۔دواړو خارجه وزيرانو د شريكې خوښې په چارو او دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه كړې ۔خارجه وزير پاكستان او چين ترمينځه په تزويراتي مرسته اډانه شراكتداري لا قوي كولو له اقدامات وستائېل۔خارجه وزير د پاكستان په خپلواكۍ٬په سيمه ايزه سلامتيا٬آزادۍ او د پرمختګ لپاره د چين په مرسته كولو د خپل چينائي هم څنګ مننه وكړه۔ په دې مهال خارجه وزير په دوه اړخيزه ستراتېژېكي مرسته اډانه شراكتدارۍ كښې نوې رفتار پېدا كولو او د عملي مرستې نوو لارو لټولو له عزم څرګند كړے ۔ده په دې خبره زور راوړے چې پاكستان د سي پېك اعلٰی معيار پرمختګ لپاره لوظي دے۔ده كراچۍ پوهنتون كښې د ترهه ګرۍ بريد غندنه وكړه چې پكښې د چين استاذان مړه شوي۔خارجه وزير په دې پېښه كښې د ككړو كسانو نيولو لپاره د پاكستان د عزم هم پخلے وكړو۔دغسې چين خارجه وزير وانګ يې او خارجه وزير بلاول بهټو زرداري نزدې رابطو ته سلا شوي ۔دواړو خارجه وزيرانو د سيمې او د دې څخه بهر په بدل شوي صورتحال او په خاص توګه د افغانستان په انساني او اقتصادي صورتحال د خيالاتو څرګندونه هم وكړه۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د چين خپل څنګ د هند په غېر قانوني قبضه كړي جمو او كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو څخه هم خبر كړو۔
خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د چين سټېټ كونسلر او خارجه وزير وانګ يی سره غونډه
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر