اسلام آباد 15اګست (اے پي پي)د سېنې?? چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي د پاكستان قيام زمونږ د مشرانو د لازواله قربانو نتيجه ده٬د دې هېواد حفاظت زمونږ د ټولو فرض دي ٬ترهه ګري او انتهاخوښي نه يوازې پاكستان بلكې منطقې لپاره ??م خطر لري ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پاكستان سويټ هوم كښې د آزادۍ ورځې دستوره ??ښې د خاص مېلمه په حېثيت سره ??ينا كولو په مهال وكړه ۔د سېنې?? چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني ووئېل د آزادۍ ورځې دستورې مقصد خپلو پاكستانيانو سره د مينې څرګندونه كول دي٬د پاكستان د آزادۍ تحريك په مهال ګڼ خلق شهيدان شوي بايد د هېواد قدر وكړے شي۔ده ووئيل 14 اګست زمونږ په زړونو كښې خاص مقام لري۔زه د زمرد خان د پاكستان د يتيمانو ما??وم??نو لپاره د سويټ هوم اقدامات ستائنه كوم۔14 كاله وړاندې د وزيراعظم په حېث ما ځينې ما??وم??ن زمرد خان ته سپارلې وو۔نن زمونږ سره ګڼ شمېر ما??وم??ن موجود دي۔دغه ما??وم??نو لپاره ??حفوظ او ښه چاپېرچل د ستائنې وړ دے۔ ده ووئېل د يتيمانو كفالت او ضرورت پوره ??ول زمونږ مذهبي فريضه ده٬??ا ما??وم??ن د هېواد قيمتي اثاثه ده ٬دوي به ډاكټران انجينئران او نور پروفيشنلز جوړېدو سره د هېواد خذمت كوي۔يوسف رضا ګېلاني ووئيل شهيدې بېنظيربهټو به وئيل هغه سيمې چرته چې د تعليم او روزګار موقعې نه وي هلته ترهه ګري او نور جرمونه زياتېږي۔هغې سپارښتنه كړې وه چې په داسې سيمو كښې دې د تعليم او د روزګار موقعو له انتظامات وكړے شي۔ده ووئيل ملاله يوسف زئي له هم ايوارډ نه ؤ وركړے شوے٬ما د وزيراعظم په حېث هغې له د امن ايوارډ وركړو٬په سوات كښې د ملټري عملياتو په مهال 25 لكه كسانو كډه كړې وه٬ هغوي بېرته آباد كړے شوي۔سويت يونين او افغانستان جنګ كښې 35 لكه كسان راغلې وو٬مونږ هغوي د ژوند په ټولو څانګو كښې شامل كړي٬ما د نړۍ سره خبره ??ړی چې د كډوالو بحالۍ له د پاكستان ملګرتيا وكړو٬په هغې اوس هم كار روان دے۔ده ووئيل ما هغه كارونه كړي كوم چې نړۍ نه دي كړې٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مونږ لويې قربانۍ وركړي٬بايد اوس د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ چپه خته شي كوم هچې نه يوازې پاكستان بلكې ټولې نړۍ لپاره خطر لري۔ده ووئيل افغانستان يو خپلواكه او څوكاله هېواد پكار دے٬څومره چې مونږ هغوي له كار كړے مونږ نور هم د هغوي لپاره ??ار كول غواړو۔ده ووئيل د پاكستان سويټ هوم كوم بوټے چې 14 كاله وړاندې نال كړے شوﺀ ؤ د هغې نه اوس يوه اونه جوړه شوې٬د پاكستان سويټ هوم د نړيوال معيار له مخې كار كول د ستائنې وړ دے او زمرد خان د ټول قام لپاره د وياړ جوګه دے۔ ده ووئېل نن دلته د پاكستان تر ټولو لويې بېرغ هسك كړے شو٬دا د خوشحالۍ خبره ده٬ د پاكستان زياتره آبادي په ځوانانو مشتمله ده كومه چې د هېواد قيمتي اثاثه ده٬نن مونږ دې ما??وم??نو له باور وركوو چې مونږ ټول د دوي سره ??لاړ يو او دا ټول زمونږ بچي دي۔
د پاكستان قيام زمونږ د مشرانو د لازواله قربانو نتيجه ده ٬د دې هېواد حفاظت زمونږ د ټولو فرض دي ۔سيد يوسف رضا ګېلاني
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina