اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د جمهوريه ازبكستان نائب خارجه وزير فرقت اے صديقوف وئېلي دي د ازبكستان صدر شوكت مرزيوف به ډېر زر د پاكستان دوره وكړي۔د دوستۍ خارجه پالېسي د ازبكستان وړومبے ګام دے ٬ده دا خبرې د نيو ازبكستان سټرټېجي په نوم د كتاب مخ كتنې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔د نيو ازبكستان سټريټجي كتاب ليكوال د ازبكستان صدر دے۔د كتاب مخ كتنه په پاك چائنه فرينډ شپ سنټر كښې وشوه۔په دې موقع د ازبكستان نائب خارجه وزير په خپله وېنا كښې ووئيل په مينځنۍ آسيائي هېوادونو كښې په سېلګرۍ كښې اضافه شوې۔د كتاب حواله وركولو سره ده ووئيل په دې كتاب كښې په ازبكستان كښې د اصلاحاتو د راتلونكي پړاؤ ذكر شوے او دوهمه برخه د سيمه ايزو رابطو په اړه ده كومه چې ډېره مهمه ده۔
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش