اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي حكومت د توان په ستونزه او نوروچېلنجوو د قابو موندلو عزم لري ، د بېلو څانګو په پرمختګ كښې د نړيوال بېنك مرستې د ستائنې وړ دي ٬ اقتصادي بحالۍ او استحكام لپاره په زړه پورې پالېسۍ مرتب كولو له ګامونه پورته كولې شي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې هغه دا خبره د نړيوال بېنك كنټري ډائرېكټر ناجے بنحسائين سره ملاقات كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ د ملاقات په مهال په پاكستان كښی د نړيوال بېنك په مرسته په روانو منصوبو هم خبرې وشوې۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل حكومت د توان پشمول په ټولو چېنلجونو د قابو موندلو عزم لري۔ ده ووئيل په پاكستان كښې بهرنيو سرمايه كارو ته هر ډول ممكنه آسانۍ وركولې شي۔ ده هيله ولرله چې نړيوال بېنك به ګورننس او سروس ډېلېوري لپاره په اداره جاتي اصلاحات كښی د پارليمان او د پاكستان حكومت ملاتړ روان ساتي۔ د نړيوال بېنك ډائرېكټر ووئيل پاكستان ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو ٬ تلپاتي پرمختګ او د توان ستونزې څخه وتلو له به نړيوال بېنك د پاكستان مرسته روانه ساتي
حكومت د توان په ستونزه او نورو چېلنجونو د قابو موندلو عزم لري٬ د سېنېټ چيئرمېن د ورلډ بېنك كنټري ډائرېكټر سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک