اسلام آباد۔16اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهب??زش??یف ته د وزارت عظمی منصب په سنبالو د قطر امير شېخ تميم بن ??مد بن خليفه الثاني او نائب امير شېخ عبد الله بن ??مد مباركي وركولو سره ده لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ د وزیر اعظم میډیا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د قطر امير او نائب امير د مباركۍ پېغام په ځواب كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل قطر او پاکستان ورونړا هېوادونه دي كوم چې د اسلامي ورورولۍ په سترو خپلولو يو بل سره تړون لري۔ وزیراعظم ووئيل په قطر كښې لويې پاكستاني مېشته دي كوم چې قطر خپل دويم كور ګڼي۔ وزيراعظم زياته كړه چې د قطر امير شېخ تميم بن ??مد په هر سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې ده كومې ته چې مونږ د قدر په سترګه ګورؤ۔ ده هيله څرګنده كړه چې سباؤن كښې به دوه اړخيزه اړېكې لا پياوړې كړې شي۔ وزیراعظم شهب??زش??یف ووئيل قطر تر ټولو ارزانه اېل اېن جي راكولو سره د پاكستان نه هېرېدونكې مرسته كړې ده۔ وزیراعظم شهب??زش??یف د مباركۍ په پېغام او د نېكو هيلو په څرګندونه كولو د قطر امير او نائب امير مننه وكړه
وزيراعظم شهباز شريف ته د منصب په سنبالولو د قطر امير او نائب امير لخوا مباركي
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی