اسلام آباد26جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د آزاد جمو و کشمير د قانون سازې اسمبلۍ په انتخابات كښې د تحريك انصاف كاميابو شوو ټولو كانديدانو له مباركي وركولو سره وئيلي دي زه به د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د ملګرو ملتونو پشمول په هر نړيوال فورم غږ پورته كوم۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم د تحريك انصاف کاميابو شوو ټولو كانديدانو له مباركي وركړې۔ وزيراعظم ووئيل زه به د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د ملګرو ملتونو پشمول په هر نړيوال فورم غږ پورته كوم دغسې چې دا خبره باوري كړې شي چې د ملګرو ملتونو له مخې د استصواب رائے د لارې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق پحقله نړيواله ورورولي خپل لوظ ترسره كړي
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena