نواز شريف او زرداري هارس ټريډنګ زيات كړے ٬ دا ځل به د اپوزيشن هڅې ناكامه كېږي٬ د دې بپاريانو په لاره كښې لوي خنډ وزيراعظم عمران خان دے، د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د انرژۍ وزير حماد اظهر سره په ګډه پرېس كنفرنس


APP55-090322 ISLAMABAD: March 09 – Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhary Fawad Hussain and Federal Minister for Energy Hammad Azar addressing press conference. APP

اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي په ماضي كښې د بې باورۍ په تحريك كښې نوټونه معرفي كول او د ضميرونو منډۍ لګوٶنكو نواز شريف او زرداري هارس ټرېډنګ بام ته رسولے او مشهوره اصطلاح لكه د “چھانګا مانګا” سياست ئې معرفي كړے، اوس ئې چې كوم تحريك وړاندې كړے د دې مقصد هم دا دے چې بولي شروع شي٬ غړي اوچت كړې او چھانګا مانګا ته ئې ورسوې ٬ خو ياد دې وي اوس نه دوي سره چھانګا مانګا شته او نه غړي د خپل ضمير سودا كولو له چمتو دي، دا ځل به اپوزيشن ماتي سره مخ كېږي٬ د دې باپاريانو په لاره كښې تر ټولو لوي خنډ وزيراعظم عمران خان دے، د مولانا فضل الرحمان سياست سياسي مفادات لپاره دے٬ كوچنے سياست مدار څوك چې زمونږ ژبه نه شي وئيلې ھغه به زمونږ په جذبات او خبره څه پوهه شي، د قامي اسمبلۍ سپيکر ته خواست كوٶ چې د بې باورۍ تحريك زر تر زره ايوان ته وړاندې كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د انرژۍ وفاقي وزير حماد اظهر سره په ګډه په اسلام آباد كښې د هېواد په سياسي صورتحال مهم پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل په كال 1989 كښې چې كله په وړومبي ځل د بې باورۍ تحريك وړاندې كړے شو نو ھغه وخت د نواز شريف آئي جے آئي وه او جے يو آئي د دغې برخه وه ، ھغه وخت چې كومه بې درېغه پېسه استعمال شوې وه او د محترمه بے نظير بھټو حکومت ډي ريل كولو لپاره چې كومه منډۍ او بولۍ شروع وې د ھغې نه د “چھانګا مانګا سياست” مشهوره اصطلاح وجود موندے ، دغسې بيا زرداري په مېدان كښې د ووټ لپاره خپله منډۍ جوړه كړه او غړي ئې مري ته بوتلل، دغسې د اخستلو او خرڅون او د غړو د ضمير سودا كولو پېل چې پاكستان كښې كومو دوو كسانو بام ته رسولے ھغه نواز شريف او زرداري وو٬ ده ووئېل اوس دوي په ګډه دا پرېكړه كړې چې د اخستلو خرڅولو خپل سټاک مارکيټ خلاص كړي۔ د اطلاعات وزير ووئيل اوس چې د عدم اعتماد كوم تحريك وړاندې كړے شوے د دې مقصد هم دا دے چې بولي شروع شي او غړي چهانګا مانګا ته ورسوي ٬ خو نه اوس دوي چھانګا مانګا لري او نه غړي د خپل ضمير سودا كولو له چمتو دي، دا ځل به اپوزيشن ماتي سره مخ كېږي٬۔ ده ووئيل د كال 1989 دغې مشق چې څومره زيان د پاكستان اسمبليو او جمهوريت ته رسولے اوس ئې هم لا پرهر تازه دے، د دې منډيانو دوو مشرانو بيا خپل سټاك ماركيټ خلاص كړے خو دا ځل به د دوي هڅې نه كاميابېږي۔ د اطلاعات وزير فواد چوهدري ووئيل دا د سياست ھغه ماډل دے د كوم پېل چې نواز شريف اور زرداري كړے ٶ او بيا په دې كښې د مولانا فضل الرحمان انټري شوې چا چې وړومبے په كال 1993 كښې بے نظير بھټو څخه مفادات واخستل ٬ د دغې نه وړاندې څوك په دې نه پوهېدل چې د ډيزل لا پرمټ هم وي٬ ده ووئېل فضل الرحمان د ډيزل پرمټ اخستل شروع كړي او هم په دغه مهال دوي د طاقتورو بهرنو قواؤ څخه نېغ په نېعه پېسې اخستل هم پېل كړي۔ وفاقي وزير ووئيل په دې موقع يو وړوكے لارښود سره د مارچ په اسلام آباد راختلے او په ھغې زمونږ “کانپيں ټانګ” شوي ، ده ووئېل مونږ په دوي خېرانتيا لرو جې څوك په بنيادي خبره نه پوهېږي٬ څوك چې زمونږ ژبه نه شي وئيلي ھغه به زمونږ په جذبات او خبره څه پوهه شي۔ ده ووئيل دا خو د دوي غلط فهمي وه، دوي چې كله پنجاب ته داخل شول نو پنجاب ورله په مخ څپېړه وركړه ٬ ده ووئېل نديم افضل چن چې پيپلز پارټۍ ته شموليت لپاره تللو نو يوه ورځ وراندې زما خواله راغلے ؤ ٬ ما ورته وئيلي وو چې پيپلز پارټۍ كښې ولې شاملېږې٬ كه سياسي پرېكړه كول غواړې نو پيپلز پارټي بېخي ښه چوائس نه دے۔ وفاقي وزير ووئيل د سندھ د اېن اېف سي پېسه كوچنې سياست مدار مارچ كاميابولو لپاره د اوبو غوندې بهيولې ٬ په سركاري ګاډو بېرغونه او بېنرز لګېدل او په ايمبولينس بانس تړلے كېدل۔ ده ووئيل د اتلسم بدلون په نامه عجيبه تماشه روانه ده ٬ د صوبو نه څوك پوښتنه نشي كولې چې په صوبو كښې دا ډول پېسه ضائع كېږي۔ ده ووئيل مونږ دا ګڼو چې دا مهال سياسي استحكام ته اړتيا ده او سپيکر ته خواست كوٶ چې ھغه د عدم اعتماد تحريك نه اوږده وي ھغه دې زر تر زره ايوان ته وړاندې كړي ځكه چې هېواد د اوږد بحران متحمل كېدے نشي۔ ده ووئيل اپوزيشن له 172 غړي پورا كول دي، مونږ 179 كسان د وزيراعظم عمران خان ملاتړ كوٶ او هيله لرو چې د پنځو نه زيات حكومتي غړي به هم زمونږ ملاتړ كوي او د دې نه پس به زمونږ شمېره 184 ته ورسي، ده ووئېل اپوزيشن دې 172 غړي راولي او د همت او مړانې څرګندونه دې وكړي، د ميډيا په موجودګۍ كښې دې راولي دغسې چې معلومه شي څوك كوم ځائ ولاړ دي ٬ كوم ووټ چې تاسو اولس څخه ترلاسه كوې ھغه د يو ګوند په ټكټ يا د پارټۍ د مشر له امله ترلاسه كوې ٬ ځكه ھغه ټكټ د ګوند امانت دے٬ كه اپوزيشن 172 غړي لري نو ميډيا ته وړاندې كړي ناوخته كوي دې نا۔ وفاقي وزير ووئيل د كومو دكانونو د لګولو چې هڅې شوې وې په ھغې كښې درې غړي چې په كښې دوه مېرمنې هم شاملې وې هغوي وزيراعظم د صورتحال نه خبر كړے چې مونږ ته د لس 10 كروړه روپو آفر شوے۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ دا ډول سياست مسترد كوٶ۔ده ووئيل اوس مونږ اپوزيشن سره د خبرو اترو هڅه نه كوٶ ځكه مونږ وړاندې ډېر كوشش كړے او مونږ ورته د انتخابي اصلاحات او په نورو چارو د خبرو اترو وړاندېز كړے خو څوك خبرې اورېدو له چمتو نه دي ۔ په دې موقع د انرژۍ وفاقي وزير حماد اظهر هم په معاشي صورتحال رڼا واچوله

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس