اسلام آباد 14 جون (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي د پاكستان او چين ملګرتيا په هر آزمېښت پوره ختلې٬د تېرو دريو څلورو كلونو په مهال د سي پیك پروژې ځينې خنډانو سره مخ شوي٬موجوده حكومت به د دې خلا پوره كولو لپاره په پاكستان سپيډ عمل كوي٬د ګوادر پورټ څخه به د چين او پاكستان نه علاوه افغانستان٬ايران او خليجي هېوادونو پشمول ټولې منطقې ته ګټه ورسي٬په پاكستان كښې به د چينائي وګړو سلامتيا باوري كولې شي٬د چين صنعت او پاكستان افرادي قوت د لارې به دواړه هېوادونه خپل پیداوار او نړۍ كښې برآمدات زيات كړې شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ د چينائي مېډيا استازو سره د يوې مركې په مهال وكړه۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د چين صنعت او پاكستان افرادي قوت څخه به د دواړو هېوادونو پیداوار او برآمدات كښې اضافه وشي۔وزيراعظم ووئيل دواړه هېوادونه د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ(سي پیك)دوهم پړاؤ پلو روان دي كوم كښې به چې صنعتي زونز جوړولوسره سيمه ايزې مرستې او صنعت كارۍ ته وده ترلاسه شي۔ده ووئيل د سي پېك وړومبي پړاؤ كښې د پاكستان د برېښنا ضروريات پوره كولو لپاره د سړكونو او توان پروژې شاملې دي ٬ دغسې د ملګرتيا اړيكې په ځانګړو اړيكو بدلې كړی شوي چرته چې د اولسونو د رابطو يو نوې دور پیل شوے ۔ده ووئيل چې كله د صدر شي جن پنګ او پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف ترمينځه د سي پیك په لوظ نامه لاس ليك وشو نو پاكستان لوډشېدنګ سره مخ ؤ خو د سي پېك پروژو پېل كېدو سره دوه كاله پس پاكستان په دې صورتحال قابو موندلو كښې كامياب شو۔ده ووئيل د پاكستان او چين ملګرتيا په هر آزمېښت پوره ختلې او د صدر شي جن پنګ په مشرۍ كښې به دې ته لا وده ترلاسه شي۔ده ووئيل د چين صدر وژن او د هغه سياسي كردار سره نه يوازې پاكستان بلكې نړۍ ته پرمختګ٬امن او خوشحالي له موقع ترلاسه شوې۔د ګوادر پورټ په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل دا يو لويه پروژه ده كومې څخه چې د چين او پاكستان نه علاوه افغانستان٬ايران او خليجي هېوادونو پشمول ټولې منطقې ته ګټه ترلاسه شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د تېرو دريو څلورو كلونو په مهال د سي پیك پروژې ځينې خنډانو سره مخ شوي٬موجوده حكومت به د دې خلا پوره كولو لپاره په پاكستان سپيډ عمل كوي۔د چين كميونسټ پارټۍ كردار په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل كميونسټ پارټۍ بې شمېره ستونزو او چېلنجونو باوجود پياوړې سفر ترسره كړے ۔ده د روزګار او نورو موقعو پیدا كولو سره د چين زياتره اولس د غربت څخه په خلاصولو د چين كميونسټ پارټۍ مشرتابه ستائنه وكړه۔ده ووئيل صدر شي جن پنګ ډېر وژنري او” تر ټولو زيات متحرك او بصيرت لرونكے لارښود دے۔
د پاكستان او چين د ملګرتيا په هر آزمېښت پوره ختلې٬د تېرو دريو څلورو كلونو په مهال د سي پیك پروژې د ځينې خنډانو سره مخ شوي٬موجوده حكومت به د دې خلا پوره كولو لپاره په پاكستان سپيډ عمل كوي۔د وزيراعظم شهباز شريف د چين مېډيا استازو سره مركه
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس