اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) نېشنل کمانډ اينډ آپريشن سنټر (اېن سي او سي) ګرد هېواد كښې د كرونا كېسونو جاج اخستو نه پس پرېكړه كړې چې د مئي 24مې نيټې څخه به آٶټ ډور رېسټورنټس او د 5 في??د څخه په لږه مثبت شرح ضلع كښې به د تعليمي ??دارو پشمول نورې څانګې مرحله وار پرانستلې شي۔ د اېن سي او سي لخوا د جاري اعلاميې له مخئ د وفا??ي وزير اسد عمر او د لېفټېننټ جنرل محمود الزمان په مشرۍ كښي د اېن سي او سي غونډه وشوه۔ په غونډه كښې قامي ??حت لپاره د وزيراعظم صلاحكار٬ د سندھ د صحت وزير او د ټولو صوبو چيف سېكرټريز د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ په جاري اعلاميه كښې وئيلي شوي په غونډه كښې ګرد هېواد كښې د كرونا صورتحال تفصيلي جاج اخستلے شوے او مهمې پرېكړې شوي۔ اېن سي او سي د مئي 24مې نيټې كال 2021 څخه مهم څانګې په ګرد هېواد كښې احتياطي تدابير خپلولو تر مخه د پرانستلو پرېكړه كړې ۔ آؤټ ډور ريسټورنټس به د شپې تر 12 بجو او د هوم ډېلوري سهولت به 24 ساعته پرانستے وي۔ د سېلګرۍ څانګې به د كرونا اېس او پيز سره پرانستلې شي او صوبو ته به په دې لړ كښې جلا هدايات جاري كولے شي٬ تعليمي ??دارې به مشروط پرانستلې شي په كومو ضلعو كښې چې د مثبت كېسونو شرح د 5 فيصد نه كمه ده هلته به د ادارو پرانستلو ا??ازه وي۔ د اېن سي او سي له مخې د مئي په 27مه نيټه د جاج اخستو نه پس به په اوپن ځايونو كښې د واده د دستورو ا??ازه وي خو د ګډون كوٶنكو شمېره به تر 150 محدود وي۔ د جون د وړومب?? نيټې څخه به د خاص سرجري هم اجازه وي٬ دغسې چې كومې تعليمي ??دارې د مئي په 24مه نيټه نه وي پرانستلې شوې ھغه به د جون په 7مه نيټه پرانستلې شي٬ د مېټرك او انټرمېډيټ ټول امتحانونه به د جون په شلمه نيټه كېږي، ټول پروفيشنلز او نان پروفيشنلز امتحانونه به د صحت وزارت په تجويز د كېس ټو كېس په بنياد كېږي۔ اېن سي او سي چې په كومو څانګو بندېز په ځاے ساتلے دے په ھغې كښې ټول زيارتونه ، سنيما، پارکس، انډور جم به ھغسې بند وي خو په اېس او پيز په سختۍ سره عمل كولو سره په ټرېكس واكنګ او د جوګنګ اجازه وي٬ د هوټل دننه به د خوراك اجازه نه وي٬ په لوبو٬ مېلو٬ كلتوري او د موسيقۍ پشمول په نورو پروګرامونو به بندېز وي٬ په پرانستو او بندو ځايونو كښې به د هر ډول اجتماعات پشمول په مذهبي اجتماعات بندېز وي ٬ بېن الصوبائي ټرانسپورټ به د مئي 22مې نيټې څخه په اوونۍ كښې دوه ورځې بند وي
د مئي 24مې نيټې څخه به آٶټ ډور رېسټورنټس او د 5 فيصده څخه په كمه مثبت شرح ضلع كښې د تعليمي ادارو پشمول نورې څانګې مرحله وار پرانستلې شي۔ د اېن سي او سي پرېكړه
مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais