اسلام آباد۔28جون(اے پی پی)وزيراعظم عمرا?? خان وادي ناران د نړيوال معيار تر مخه د سېلګرۍ ځاے جوړولو لپاره د سېلګرو آسانيو او ماحوليات او ځنګلونو تحفظ لپاره د اقداماتو پرانسته كړې ۔د وزيراعظم مېډيا آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمرا?? خان د ګل په ورځ د وادي ناران دوره كړې۔د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان٬د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان٬د موسمياتي بدلو?? خاص مرستيال ملك امين اسلم٬سېنېټر اعظم خان سواتي او دوست محمد مشهود د وزيراعظم عمرا?? خان هركلے كړے۔ وزيراعظم عمرا?? خان د ̶0;ریور بنک پروټیشکشن اینډ ہیبیټیټ ریسټوریشن پروګرام” پرانسته وكړه۔چې له مخې يې سږ كال د شجركارۍ په كمپائن كښې د وزيراعظم كلين اينډ ګرين پاكستان ويژن له مخې په لويه شمېره د ديودار ا?? د ??ائن بوټي نالولو سره سره لويې اونې هم لګولې شوي۔وزيراعظم عمرا?? خان په دې موقع كميونټي ريور رينجرز له موټرسائيكل هم وركړل۔كميونټي رينجرز به د كنهار درياب د ډنډونو او نالو څارنې سره په غېر قانوني توګه د كبانو نيونكے مخ نيوے باوري كوي٬د كنهار درياب٬سېف الملوك او دودي پطسار تالاب كښې د ټراؤټ ا?? د ??بانو نورو قسمونو زياتوالي لپاره په هر ډول كبانو نيولو دوه كاله بندېز لګولې شوې۔د دې په دوهم پړاؤ كښې به د ناران ډيټينېشن ټراؤټ ټرافي فشنګ پېل كولې شي چې له مخې به ئې د “كيچ اينډ ريليز”لائحې تر مخه ټراؤټ ا?? د ??ور ځنګلي حيات ښكار به د مقرر كړي حد نه تجاويز ته نه پرېږدي۔دغسې كنهار درياب كښې به 30 زره بورۍ ټراؤټ كبان هم پرېښودلې كېږي كوم به چې د دې د نسل زياتېدو سبب جوړ شي۔وزيراعظم د سېلګرو لپاره ايمرجنسي ريپانس سروس هم پېل كړو كوم به چې د سېلګرو په بېړڼي حالت كښې مرسته كولې شي۔وزيراعظم په دې موقع د سېلګرۍ ځايونو صفائۍ برقرار ساتلو لپاره مشينري هم انتظاميې ته وسپارله كومه به چې د ناران قدرتي ښائست په ځاے ساتلو كښې مهم كردار ادا كوي٬د سېلګرۍ په ځايونو كښې د پلاسټك لفاف?? د ??ارولو مخ نيوي لپاره وزيراعظم ځايې خلقو ته د ورځنۍ خريدارۍ لپاره بائيو او نورې ختمېدونكي لفافې هم وركړې۔
وزيراعظم عمران خان وادي ناران د نړيوال معيار تر مخه د سېلګرۍ ځاے جوړولو لپاره د اقدامات پرانسته وكړه
مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável