اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي په شمالي وزيرستان كښې د امن لپاره زمونږ وسله والو ځواكونو او د سيمې اولس لويې قربانۍ وركړي٬د پاكستان څخه زيات د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې كوم بل هېواد دومره ستونزې نه دي ليدلې ۔د زيارت په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې ده ووئيل مونږ په دې عظيمو قربانيو خپلو ځوانانو او اولس ته د هغوي په بهادرۍ او عزم سلام كوو۔ده ووئيل د شمالي وزيرستان اولس د ترهه ګرو د لاسه ډېر وخت بې كوره شوي۔ما د زيارت په ورځ د شمالي وزيرستان دورې په مهال د جديد يونيورسټي٬مېډيكل كالج٬دانش سكول سسټم جوړولو اعلان كړے ۔جديد ټېكنالوجي لرونكې موبائل هسپتال كوم به چې سيمه كښې چرته هم په سمدستي توګه تللے شي د جوړولو اعلان هم كړے
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک