اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئېلي دي چې د جمو كشمير په شخړه او د اېف اے ټي اېف په اړه د چين د ملاتړ ستائنه كوو٬د سي پېك مخالف عناصر به كامياب نه شي٬په پاكستان كښې په بېلو پرژو د كار كونكو چينائي وګړو حفاظت د پاكستان وړومبۍ ترجيح ده۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې ده دا خبرې په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د زيارت په ورځ ده سره د پارليمان په ودانۍ كښې ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په بېلو بېلو چارو خبرې وشوې او د پاكستان او چين په شريكه ګټه په بېلو بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو د عزم څرګندونه وكړې شوه۔په دې موقع د چين سفير نونګ رونګ ووئيل چې پاكستان د چين نزدې ملګرې دې٬چين دوه اړخيزه مرسته لا قوي كول غواړي٬ده ووئيل چې د چين تجربات به د پاكستان په سماجي او معاشي خوشحالۍ كښې مرسته كونكې ثابت شي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې پاكستان د تائيوان په صورتحال سخته اندېښنه لري٬د تائيوان مسئلې د سنګين كېدو په صورت كښې د سيمه ايز امن او استحكام سخت ځپل كېدو خطر دې۔د يوكرين او د نړۍ په نورو منطقو كښې د روانو شخړو نه پس نړۍ يو بل بحران نشي زغملې۔كه نوې شخړه پیدا شي نو د دې به په نړيوال امن٬سلامتيا او معيشت منفي آغېز وشي۔د چين سفير ووئيل چې چين به سيمه ايز امن لپاره هڅې روانې ساتي
د جمو كشمير په شخړه او د اېف اے ټي اېف په اړه د چين د ملاتړ ستائنه كوو٬د سي پېك مخالف عناصر به كامياب نه شي۔ د سېنېټ چيئرمېن
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ