اسلام آباد 23 مارچ (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې پاكستان د اسلامي امت د چېلنجونو مخ نيوي لپاره تيار دے٬د او آئي سي د غړو هېوادونو ترمينځه اتحاد ته د ودې وركولو ضرورت دے٬مونږ ته به د فلسطين٬د كشمير او د ميانمر د مسلمانانو د ستونزو مخ نيوې كول وي۔د اسلامو فوبيا مخ نيوي لپاره د لا كار كولو ضرورت دے۔د شورو په شورځ د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل د 48مې غونډې په اړه د او آئي سي سېكرټري جنرل حسېن ابراهيم طحهه سره شريك خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال خارجه وزير د پاكستان وزيراعظم عمران خان مننه وكړه كوم چې د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل د 48مې غونډې په انتظاماتو او انعقاد كښې ذاتي خوښي واخستله۔ده ووئيل چې په غونډه كښې مونږ د 800 استازو هركلے كړې۔خارجه وزير د او آئي سي د سېكرټرېټ او په خاص توګه د سېكټري جنرل په مرسته د هغوي مننه وكړه۔خارجه وزير ووئيل چې د چين خارجه وزير زمونږ په خاص بلنه تشريف راوړو كومه چې د دې خبرې څرګندونه ده چې چين اسلامي نړۍ سره د روابطو وده غواړي۔چين اسلامي هېوادونو سره د تجارت او سرمايه كارۍ مراسم غواړي٬د پاكستان وسله والو ځواكونو د غونډې په امنيتي انتظاماتو كښې كليدي كردار ترسره كړې٬زه د هغوي مننه كول هم ضروري ګڼم۔ده ووئيل چې د اسلامي هېوادونو ترمينځه د سائنس او ټېكنالوجۍ په څانګه كښې د مرستې زياتولو ضرورت دې۔ده ووئيل چې د امن ودې لپاره به پاكستان ډېر زر يو پيپر شريك كړي۔د دې نه علاوه په كنفرنس كښې منظور شوي قراردادونه به هم عملي كولې شي۔ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د پرانستې په وېنا كښې د اسلامي امت په چېلنجونو خبرې كړې دي۔وزيراعظم د كشمير په مسئله واضحه خبره كړې د بشري حقونو څخه د سرغړونو او د ناانصافۍ ذكر يې كړې۔خارجه وزير ووئيل چې لوے څښتن اسلامي امت ته ډېرې وسيلې وركړې دي٬مونږ ته په خپلو صفونو كښې د اتحاد پېدا كولو ضرورت دې۔پاكستان د چېلنجونو په مخ نيوي كښې د پل كردار ترسره كولو لپاره پوخ عزم لري۔ده ووئيل چې د چيئرمېن په توګه په دې وئېلو خوشحاله يم چې كله مونږ په دسمبر كښې يوځاې شوي وو نو د افغانستان په اړه زمونږ نظر واضحه وو او مونږ كاميابي ترلاسه كړې٬په دې غونډه كښې مونږ د كشمير مسئله د رامخې ته كولو عزم لرلو۔د او آئي سي د كشمير رابطه ډلې په غونډه كښې مونږ ګڼ شمېر پريكړې كړی دي٬مونږ د قراردادونو نه زيات ايكشن پلان مرتب كړې۔زه هيله لرم چې په نيويارك٬جنيوا او جده كښې به زمونږ استازي په كشمير كښې د بشري حقونو څخه روانې سرغړونې په ډاګه كولو لپاره پرله پسې غونډې روانې وساتي۔خارجه وزير ووئيل چې د فلسطين په مسئله د پاكستان پوزېشن واضحه دې٬مونږ تېر كال د روژې په مهال د مسجد اقصٰی د دردونكې پېښې نه پس نورو خارجه وزيرانو سره نيويارك ته د تللو پريكړه كړې وه۔د اسلام آباد اعلاميه د نننۍ غونډې مركزي حاصل دے۔د كشمير په اړه بشپړ قرارداد رامخې ته شوې٬د كشمير مسئلې په اړه په شريكه اعلاميه د كشمير رابطه ډلې د غونډې نه پس راغلې۔ده ووئيل چې افغانستان لپاره د جوړ فنډ چارټر لاس ليك شوې۔د دې غونډې په حاصل كښې د خاص استازي ټاكنه٬د رحمت اللعالمين ټرسټ جوړول او په سوئېلي آسيا كښې امن لپاره قرارداد د ذكر وړ دي۔د مارچ په 9مه نېټه د هند لخوا د فضائي حدود د خلاف ورزۍ نه پس د او آئي سي سېكرټري جنرل او د سلامتي كونسل صدر ته د خط د لارې اندېښنه ښودلې شوې او د شريكو پلټنو غوښتنه شوې٬ما دوي ته وئېلي چې د مېزائل حادثاتي فائر د حادثاتي جنګ سبب جوړېدې شي۔پاكستان په اسلامي امت كښې د شخړو حل لپاره لائحه جوړولو لپاره د وزارتي غونډې رابللو تجويز وركړې۔ده ووئيل چې د اسلامي امت د چېلنجونو په اړه 140 قراردادونه رامخې ته شوي٬ 20 قراردادونه د پاكستان لخوا يا د پاكستان په شركت وړاندې كړی شوي۔د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل په 48مه غونډه كښې د يوكرين په صورتحال تفيصلي خبرې شوې دي۔د انسانانو د ژوند د زيان خطر په نظر كښې ساتلو سره پاكستان د ملګرو ملتونو د چارټر او د نړيوالو قوانينو په رڼا كښې د امن په هڅو كښې شركت لپاره آماده دې۔د او آئي سي استازو د يوكرين جنګ په اړه اندېښنه ښودلې او په غونډه كښې يوكرين لپاره د انساني همدردۍ په بنياد د رېليف كورېډور غوښتنه شوې۔خارجه وزير ووئيل چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو سره هم د كشمير مسئله لا هم حل طلب ده۔په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو لړۍ روانه ده۔ده ووئيل چې د اسلامو فوبيا په ضد متفقه قرارداد خوشبينه دې۔د اسلامو فوبيا په اړه د خاص استازي د ټاكلو پريكړه شوې۔د او آئي سي سېكرټري جنرل حسېن ابراهيم طحه د غونډې په كاميابۍ او د پاكستان د 75مې سالګرې په موقع د پاكستان حكومت او اولس ته مباركي وركړه۔ده په غوره انتظاماتو او مېلمستيا مننه وكړه۔ده ووئيل چې د اسلامو فوبيا په اړه د پاكستان هڅې د ستائنې وړ دي۔او آئي سي ملګرو ملتونو سره په ګډه د اسلامو فوبيا مخ نيوي لپاره تيار دے۔په دې لړ كښې د نائيجېريا لخوا فنډ لپاره تقريبا يو ملين ډالر ترلاسه شوي دي۔سېكرټري جنرل نورو هېوادونو ته هم ووئيل چې دوي دې هم په دې كښې خپله برخه واچوي۔ده ووئيل چې د او آئي سي د غونډې په ايجنډا كښې فلسطين سرفهرست و۔په غونډه كښې د كشميراو فلسطين په مسئلو تفصيلي بحث شوې۔سېكرټري جنرل ووئيل چې مونږ د كشميري اولس د خپلواكۍ د حق د ملاتړ پخلې كوو۔ده وئيل چې زياتره غړي هېوادونه په دې وخت كښې د ترهه ګرۍ پشمول ګڼ شمېر چیلنجونو سره مخ دي۔په دې قابو موندلو لپاره د شريكو هڅو او بشپړه مرستې ضرورت دے۔
د او آئي سي د غړو هېوادونو ترمينځه اتحاد ته د ودې وركولو ضرورت دے۔د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د او آئي سي سېكرټري جنرل محسن ابراهيم طحه سره شريك خبري كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون