اسلام آباد۔1اپریل (اے پی پی) د بېن المذاهب هماهنګۍ او منځني ختیځ لپاره د وزیراعظم ځانګړي استازي حافظ مح??د طاهر مح??ود اشرفي ویلي دي چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت پاکستاني یهودي سوداګر فشیل بن خلد ته اسرائیل ته د تللو اجازه ورکړې وه۔ د خالي په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل چې يو پاكستاني يهودي سوداګر يو عرب ملګري هېواد ته د خرما٬ وچې مېوې او مصالحو پشمول يو شمېر شيان صادر كړل او وروسته اسرائيل ته په لېږلو كښې كامياب شو۔ د پاكست??ن او اسرائيل ترمېنځه د تجارتي تعلقاتو د قائمېدو تاثر ختمولو سره ده په ډاګه كړه چې فشل بن خلد ته په حکومتي کچه هیڅ اجازه نه وه وركړې شوې۔ د پاکستان د علماﺀ کونسل مشر وویل د راپورونو له مخې، ن?? د سوداګرۍ وزارت او نه د بهرنیو چارو وزارت فشیل ته کومه اېن او سي جاري كړې وه۔ ده ووئيل د اسرائيل په معامله د پاكستان متفقه دريځ دے ولې ځينې عناصر داسې دي چې هغه سياسي ګټه پورته كولو له حقائق په ناوړه توګه وړاندې كوي او هغوي د حكومت او اتحادي ګوندونو په خاص توګه د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) په ضد ګنده كمپائن پېل كړې دې۔ ده وويل په اولس كښې د غلطو افکارو خپرولو سره د اسرائيل په اړه ملي دريځ متنازعه جوړول د شرم وړ فعل دے۔ ده په ډاګه كړه چې پاكست??ن اسرائيل سره هېڅ تجارتي اړيكې نه لري او نه په سباؤن كښې د دې په ځايې كولو له كومې هڅې كېږي۔
پاكستاني يهودي سوداګر ته د پي ټي آئي حكومت اسرائيل ته د تللو اجازه وركړې وه ٬ حافظ محمد طاهر محمود اشرفي
Emperor's Favor APP download website
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت