لاهور۔20مارچ(اے پی پی) د پټروليم وزير مملكت مصدق ملك وئيلي دي اولس ته ريليف وركولو ته حكومت پام لرنه كوي ، ?? وزیراعظم شهباز شریف په سپارښتنه به د ارزان پټرول سكيم لاندې موټر سائيكل لرونكو ته د 50 په ځاے د 100 روپو سبسډي وركولې شي او د 6 اونيو په ??هال به دا سكيم عملي كړے شي ، پرېكړه شوې چې لويو ګاډي لرونكو ته به پټرول په زيات بيعه وركول وي ولې چې دلته د بې وزله وګړو پاكستان يو دے او د مالدارو پاكستان بل ، عمران خان ځان قانون څخه بالا ګني٬ هغه عدالتونو ته نه وړاندې كېږي۔ ده د ګل په ??رځ ماډل ټاؤن كښې يو خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ډاكټر مصدق ملك ووئيل مونږ ?? وزيراعظم په ??دايت په ارزان پېټرول سكيم كار پېل كړے٬ په ابتدائي توګه بې وزله وګړو ته 50 روپۍ سبسډي وركولې شي خو ??وس ?? وزيراعظم په امر دا سبسډي 100 روپۍ ته رسولې شوې ۔ دا سكيم به په 6 اونيو كښې عملي كړے شي۔ ده ووئيل مونږ داسې مېكنزم جوړ كړے چې په شتمنده طبقه به ټېكس لګولے شي او بې وزله وګړو ته به ريليف وركولې شي۔ ده ووئيل حكومت به په رمضان المبارك كښې اولس ته بشپړ ريليف وركوي او د دې تر ټولو غوره مثال اولس ته د وېړيا اوړو وركول دي۔ ده ووئيل بې وزله وګړو ته ارزانه غوړو وركولو ته هم پام لرنه كوو۔ ده ووئيل د روان كال جنورۍ مياشتې اولنۍ نېټې څخه مونږ د ګېس په ??ېرف عملدرآمد پېل كړے او د ګاز سركلر ډېبټ مو ختم كړے ۔ده ووئيل 100 یا 200 يونټ كاروؤنكو ته به ارزانه برېښنا وركولې شي او دې څخه زياته برېښنا كارؤنكو ته به پورا بل وركول وي۔ ده ووئيل يو موټر سائيكل لرونكے وګړے د مياشتې نزدې 21 لېټر كاروي زمونږ به هڅه وي چې دوي ته په ??و وخت دوه څخه درې لېټر پټرول وركړے شي٬ دغسې د 800 سي سي یا دې څخه د كم سي سي ګاډو لرونكو ته به هره مياشت په 30 لېټر سبسډي وركولې شي او په ??و وخت به ګاډي كښې 5 څخه تر 7 لېټره پېټرول اچولې شي۔ ده ووئيل عمران خان رياست ته دړكې وركوي چې ما كه نيولے شې نو ونيسئ۔۔ په دې موقع ده د پخواني چيف جسټس مياں ثاقب نثار آډيو ليك حواله وركولو سره ووئيل داخله وزارت دې د دې پلټنې وكړي۔ ده ووئيل د توشه خانې په اړه حكومت ښكاره قانون جوړ كړے چې څوك ډالۍ ترلاسه كوي هغه به بيعه پورا وركوي۔
د وزيراعظم په سپارښتنه به د ارزان پټرول سكيم لاندې موټر سائيكل لرونكو ته 100 روپۍ سبسډي وركولې شي ٬ وزير مملكت مصدق ملك
Dinner Food APP Game Website
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری