اسلام آباد۔13مارچ(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم تارړ وئيلي دي ادارو له به په سپېځلي ډول او د آئين او قانون له مخې كار كول وي٬ سي??سي مشران بايد د دې ادراك ولري چې پولرائزېشن هېواد ته زيان رسوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د نېشنل وېمن پولیس کنفرنس پرانستې سېشن څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې ??كړ??۔ وفاقی وزیر ووئيل حكومت د عمران خان ګرفتارۍ سره په اړوند آئين او قانون عمل كوي۔ اسلام آباد پولیس د عمران خان د ګرفتارۍ وارنټ په معامله كښې د طاقت نه كارولو په قانون عمل ??كړ??۔ ده ووئيل د عمران خان رويه غېر ذمه واره ده٬ هغه نن هم عدالت څخه د حاضرۍ استثنا درخواست جمع كړے۔ ده ووئيل عمران خان په تېر وخت كښې او اوس هم ټو??و لپاره د يو ډول انصاف غوښتنه كوي خو دې لپاره به خپله هم عملي ثبوت وړاندې كول وي۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف دا كرېډټ لري چې هغه د توشه خانې د ريكارډ پبلك كولو پرېكړه ??كړ??۔ د وزیراعظم شهبازشریف په هدايت د خواجه آصف په مشرۍ كښې په دې اړه كمېټي جوړه كړې شوې وه په كومه كښې چې د ټو??و سي??سي ګوندونو نمائندګي شامله وه۔ د قانون وزير ووئيل وزيراعظم اول د پنجاب د وزيراعلی او اوس د وزيراعظم په حېث بهر هېوادونو څخه ترلاسه كېدونكې ډالۍ په توشه خانه كښې جمع كړي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د يو عدالت لخوا د عمران خان د ګرفتارۍ وارنټ جاري كېږي نو د بل عدالت لخوا معطل كېږي۔ ده ووئيل اوس وخت راغلے چې ټو??و ادارو له به د آئين له مخې او په سپېځلي ډول كار كول وي۔ ده ووئيل په تېر دور كښې به اول ګرفتاري او بيا انكوائري وه او اوس اول انكوائري كېږي بيا ګرفتاري۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل يوازې د قانون ماتوونكي له ګرفتار كولې شي۔ ده ووئيل ټو??و سي??سي مشرانو له به د دې خبرې ادراك كول وي چې پولرائزېشن هېواد ته زيان رسوي او د هېواد پرمختګ لپاره به اختلافات څخه پرته كار كول وي۔ ده ووئيل مونږ له به سي??سي استحكام او ميثاق معيشت له يو كېدل وي۔
د هېواد پرمختګ لپاره به نظرياتي اختلافات څخه پرته كار كول وي٬ سېنېټر اعظم نذير تارړ
Dragon and Treasure APP download URL
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل