جنيوا 09 جنوري (اے پي پي) پاکستان له د موسميات?? بدلون پحقله په كنفرنس كښې د سېلاب ځپلو سيمو بحالۍ او بيا رغونې لپاره د نړيوالو مالياتي او د مرستې ادارو او د پرمختيائي شراكتدارو لخوا د لس اربه ډالرو نه د زياتې مرستې اعلان شوے۔ د ګل په ور?? په جنيوا كښې د پاكستان او ملګرو ملتونو په كوربتوب كښې د كنفرنس په مهال دا لوے لوظ وشو٬ په دې مرسته كښې اسلامي پرمختيائي بېنك لخوا 4 اربه 20 كروړه ډالره٬ د نړيوال بېنك لخوا دوه اربه ډالره٬ اسيائي پرمختيائي بېنك لخوا يو نيم اربه ډالره٬ اېشين انفراسټركچر انوسټمنټ بېنك لخوا يو ارب ډالر او د سعودي عرب لخوا هم يو ارب ډالره شامل دي۔ وزيراعظم محمد شهباز شري?? په جنيوا کنفرنس كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوله٬ په دې كنفرنس كښې د پاکستان ريزيلينټ ريکوري ، بحالي او د بيا رغونې فرېم ورك (4 آر اېف) په تفصيلي توګه بيان كړ?? شوي كومه چې د موسمياتي عزم او په جامعيت آډ??نه بحالۍ او د بيا رغونې ګڼ اړخيزه لائحه ده۔ په پلاوي كښې وفاقي وزيران بلاول بهټو زرداري٬ اسحاق ډار، احسن اقبال، شيريں رحمن او مريم اورنګزېب شاملې وې او د دې نه علاوه په درېم سېشن كښې وزير مملكت حنا رباني کھر٬ د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاہ د بلوچستان چېف سېكرټري عبدالعزيز عقيلي هم ګډون كولو
پاکستان له د موسمياتي بدلون پحقله كنفرنس كښې د سېلاب ځپلو سيمو بحالۍ او بيا رغونې لپاره د نړيوالو مالياتي او مرستېالو ادارو او د پرمختيائي شراكتدارو لخوا د لس اربه ډالرو نه د زياتې مرستې اعلان
Royal Lion APP game platform download
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔