اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي) وفاقي كابينې د بجلۍ څانګي اصلاحات ??پاره جوړ ټاسك فورس په سفارش 5 آ??ي پي پيز څخه د بجلۍ اخستلو لوظنامې د ختمولو منظوري وركړې ده۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم ??فس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه په اسلام آبادكښې وشوه۔ وفاقي كابينې د بجلۍ څانګي اصلاحات ??پاره د كړي جوړ ټاسك فورس په سفارش 5 آ??ي پي پيز څخه د بجلۍ اخستلو لوظنامې د ختمولو منظوري وركړې ده ۔ دې لوظنامو ختمولو سره به د بجلۍ صارفينو ته 60 اربه روپۍ د كال ګټه ورسي او د يونټ بيعه به كمه شي۔په مجموعي توګه د هېواد خزانې ته به 411 اربه روپۍ بچت ورسي او دغه آ??ي پي پيز له په واجب الادا روپو كوم سود نه وركړے كېږي ۔ د بجلۍ څانګي اصلاحات ??پاره جوړ ټاسك فورس او آ??ي پييز مالكانو اتفاق او د لوظنامو د ختمولو عمل تفصيلات ??ابينې ته وړاندې كړے شول ۔د بجلغ اخستلو لوظنامو ختمولو فهرست كښې حبكو، صبا پاور،روش پاور، لال پير او اټلس پاور شامل دي۔دغه آ??ي پي پيز كښې روش پاور او بلډ اون آپريټ اينډ ټرانسفر لوظنامې ترمخه جوړ شوي و ؤ، د لوظمامې په لړ كښې د هغې ملكيت حكومت ته منتقل كولو نه پس به د پرائيوټائزيشن كمېشن د لارې نجكاري كولې شي۔ د پاتي 4 آ??ي پي پيز ملكيت به د هغوي د مالكانو سره وي دغسې حكومتي لوظنامو ختمولو نه پس به د حكومت د اړخه هيڅ ډول ادائيګي نه كېږي ۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل د لوي څښتن په فضل او كرم سره د هېواد معيشت استحكام پلو روان دے۔د ګوند منشور له مخې اولس له ريليف وركولو لپاره شپه ورځ محنت كوو او لوظ تر سره كوو۔ده ووئيل په وړومبي پړاؤ كښې د 5 آ??ي پي پيز څخه د برېښنا اخستلو لوظمامې ختموو،د بجلۍ صارفين ته به د كال 60 اربه او په مجموعي توګه د هېواد خزانې ته 411 اربه روپۍ بچت ورسي ۔ ده ووئيل زمونږ قائد نواز شريف د بجلۍ بيعو كښې د كمي په اړه بيا بيا سپارښتنه كړي۔ وزيراعظم ووئيل د توان ټولي ډلي او ټاسك فورس به خپل كردار ترسره كوي۔ده ووئيل په قام زيرے كول غواړو چې 5 آ??ي پي پيز په خپله خوښه او قامي ګټي له لوظنامې ختمې كړې
وفاقي كابينې 5 آئي پي پيز څخه د بجلۍ اغستو لوظنامو ختمولو منظوري وركړه ،د بجلۍ يونټ بيعه كښې به كمے راشي ،د هېواد خزانې ته به 411 اربه روپۍ بچت ورسي
KM card game credibility entertainment website
مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب