اسلام آباد۔ 23 اپرېل (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د اډياله زندان بندېوان په دور كښې پاكستان تنهائۍ سره مخ ؤ ٬ اوس هغه معامله ختمه شوه ٬ د خارجه پالېسۍ په ضد خبرې كوؤنكي د ماضي برخه شوي٬ هغه خپل ځان لپاره تل هېواد ته د زيان رسولو هڅه كړې٬ اولس د كركې او وېش بيانيه مسترد كړې۔ د نهې په ورځ د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ سره خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل د بې دركه شوو وګړو په مسئله د قانون وفاقي وزير تفصيلي رڼا اچ??لې ٬ د ترهګرۍ په پېښ?? كښې د شهيدو شوو كسانو كورنۍ په دې اړه سخت تحفظات لري٬ دې خلقو هېواد لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي۔ ده ووئيل په كال 2011 كښې سپريم كورټ د بې دركه كسانو په اړه انكوائري كمېشن جوړ كړے وؤ او تر دې دمه په 10023كېسون?? كښې 7900 کېسونه حل شوي٬ يواځې 23 فیصد كېسونه د ځنډ سره مخ دي۔ ده ووئيل حكومت په دې اړه زيات كار كړے٬ زمونږ نيت د دې مسئلې حل كول دي۔ د ضمني ټاكنو د نتيجو په اړه خپلو خبر?? كښې ده ووئيل په ضمني ټاكن?? كښې د ټګۍ چغې وهلې شوې خو د پاك پروردګار په فضل په دغو ټاكن?? كښې مسلم ليګ ن كلين سويپ وكړو۔ ده ووئيل د ضمني ټاكنو سپېځلتيا ته څوك ګوته نشي ني??لې ٬ ضمني ټاكنو د 8 فرورۍ ټاكنو په اړه هم شك او شبه ختمه كړې ۔ ده ووئيل د بشری بي بي د روغتيا په اړه تحريك انصاف بې بنسټه ډنډوره كوي۔ د هغې ټول طبي ټېسټونه سم راغلي۔ كه هغه په دې اړه كوم تحفظات لري نو رامخې ته دې كړي۔ ده ووئيل دوئي د دفاعي ادارو او د پوځ سرلښكر په ضد خبرې كوي٬ دوئي قسم خوړلے چې د هېواد د دفاعي ادارو په ضد به خبرې كوؤ٬ د دوئي درغ ورځ په ورځ په ډاګه كيږي۔ دوئي په متضاد بيانونو وركولو د پاكستان خارجه پالېسۍ ته د زيان رسولو هڅې كوي۔ ده ووئيل په خارجه پالېسۍ به هېڅ سودا ونه كړې شي٬ څوك به د پاكستان د دوست هېوادونو يا د پاكستان د پوځ سرلښكر په ضد خبرې كولو ته پرې نه ښودلے شي۔ ده ووئيل مونږ په نړيواله كچه د پاكستان اړيكې او وقار بحال كړے۔ ??ه ووئيل په دې وروستي?? كښې د سعودي عربستان د لوړې كچې پلاوي د پاكستان دوره وكړه او د اربونو ډالرو د سرمايه كارۍ خبره وشوه٬ د ايران صدر تېره ورځ د 10 اربه ډالرو د تجارتي حجم په اړه خبره وكړه۔ ده ووئيل د اډياله زندان بندېوان په دور كښې پاكستان تنهائۍ سره مخ ؤ ٬ اوس هغه معامله ختمه شوه ٬ د خارجه پالېسۍ په ضد خبرې كوؤنكي د تېر وخت برخه شوي٬ هغه خپل ځان لپاره تل هېواد ته د زيان رسولو هڅه كړې٬ اولس د كركې او وېش بيانيه مسترد كړې ۔ ده ووئيل هېواد د پرمختګ په لوري روان دے٬ سټاك ماركيټ د تېر وخت ټول ريكارډونه مات كړي ۔ ده ووئيل په هېواد كښې د شهباز شريف مشرۍ او وژن له مخې يو حكومت موجود دے كوم چې جدي معاشي اصلاحات كول غواړي۔ وفاقي وزير ووئيل تېره ورځ د سټاك اېكسچېنج 100 ??نډ??كس 74 فيصده ته ورسېد۔ ده ووئيل کرنټ اکاؤنټ سرپلس په وړومبي ځل 9 كلون?? كښې 619 ملین ډالر ته ورسېد٬ آئي ټي برآمدات 306 ملین ډالر ته رسېدلي۔ ده ووئيل فارن ډائرېکټ انوسټمنټ په 20 مياشت?? كښې دننه 285 ملین ډالر ته رسېدلے۔ ??ه ووئيل دا ټول څيزونه ځكه مخ به بره روان دي چې هېواد د پرمختګ په لوري روان دے او هېواد ته سرمايه كاري راروانه ده۔ ده ووئيل د پي ټي آئي پخواني چيئرمېن د خپل ځان لپاره تل هېواد ته د زيان رسولو هڅې كړې۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت به د هېواد پرمختګ لپاره هر ګام پورته كوي٬ په راتلونكو ورځ?? كښې بهر هېوادونو څخه نور پلاوي هم پاكستان ته راروان دي۔ د وزيراعظم د سعودي عربستان دوره هم راروانه ده٬ په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په اړه روښانه امكانات موجود دي ٬ دې ته عملي شكل وركولو له به شپه او ورځ خواري كوؤ۔ د خبريالانو د پوښتنو به ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل کابینه كمېټي به بې دركه وګړو سره د اړوندې معاملې حل كولو له خپل وړاندېزونه وركړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د اي سي اېل قاعدې او ضابطې موجود دي چې په اي سي اېل كښې نامې ??لې اچ??لې شي يا دې څخه ويستلې شي۔ كه داخله ډويژن د چا سفارشات رالېږي نو په دې د قانون له مخې عمل ك??لې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د بجلۍ په بلون?? كښې كمے راغلے ٬ د وړوكي اختر په موقع حكومت د بجلۍ بيعه كښې د يونټ په سر د 3.82 روپو كمے وكړو۔ ده ووئيل د پي آئي اے نجكارۍ سره به د 800 اربه روپو خساره ختمه شي۔ ده ووئيل حكومت ټېکس اصلاحات او د اېف بی آر ډیجیټلائزیشن پلو روان دے۔ ټ??لې اشاريې مثبت دي٬ وخت سره سره به په حالات?? كښې لا بهتري رامخې ته شي۔ ده ووئيل په پاكستان د ګردې نړۍ باور بحالېږي او دا ځكه چې په پاكستان كښې يو داسې حكومت موجود دے كوم چې مسئلې حل كول غواړي۔ ده ووئيل مونږ د پاك پروردګار په فضل حكومت ديفالټ كېدو څخه بچ كړو او اوس به دا هېواد پرمختګ كړے هېواد جوړوؤ او يو داسې معيشت به جوړوؤ په كوم چې نړۍ وياړ ولري ، دا زمونږ مشن دے او دا به جاري ساتؤ
د اډياله زندان بندېوان په دور كښې پاكستان تنهائۍ سره مخ ؤ ٬ اوس هغه معامله ختمه شوه ٬ د خارجه پالېسۍ په ضد خبرې كوؤنكي د ماضي برخه شوي٬ د اطلاعات وفاقي وزير عطاﺀ تارړ خبري كنفرنس
Dim Sum Mania Entertainment official link
مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ