APP75-060923
ISLAMABAD: September 06 - A delegation of Huawei Pakistan led by CEO Ethan Sun calls on Caretaker Prime Minister Anwaar-ul-Haq Kakar. APP/TZD/ABB
اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) لنډمهاله وزیرِ اعظم انوار الحق كاكړ سره د هواوے پاكستان پلاوي د چیف ایګزیكټو افسر اتھان سن په مشرۍ كښې د شورو په ورځ ليدلي دي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ??نګ د اړخه د جاري بيان له مخې اتھان سن وزیرِاعظم خبر كړو چې هواوے پاكستان كښې د انفارمیشن ټ??كن??لوجی ایكو سسټم پرمخ??ك او ودي په اړه كار كوي۔ په دې لړ كښې د پاكستان په بيلا بېلو پوهنتونونو كښې نزدې سل انفارمیشن ټ??كن??لوجی مركزونه جوړ شوې دي۔ وزیراعظم د هواوے په پاكستان كښې د انفارمیشن ټ??كن??لوجی ترویج په اړه اقدامات وستائل۔ ده هيله څرګنده كړه چې هواوے ??ه د پاكستان ځوانانو او په خاص توګه لري پرتو سيمو كښې مېشته ميرمنو لپاره د انفارمیشن ټ??كن??لوجی تربیي په اړه د حكومت معاونت وكړي۔ ده ووئيل د هواوے په پاكستان كښې د آئی ټی په څانګه كښې د نورې سرمایه كارۍ به هر كلې كولې شي۔ وزیرِاعظم هواوے له په پاكستان كښې د موبائل فون سیټس جوړولو پلانټ لګولو هم ترغیب وركړو۔ ملاقات كښې د انفارمیشن ټ??كن??لوجی لنډمهاله وفاقی ??زیر ډاكټر عمر سېف هم موجود وو۔