اسلام آباد۔21جون (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د پخوانۍ وزيراعظمې ب??نظ??ر بھټو د سالګري په موقع د ھغې جمهوريت لپاره خدماتو او تاريخي هلو ځلو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره په متفقه توګه د مباركۍ قرارداد منظور كړې۔ د شو??و په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پيپلز پارټۍ غړي غلام مصطفيٰ شاه ووئيل د ب??نظ??ر بهټو سالګره ده رولز معطل كولو سره ده د قرارداد وړاندې دې اجازه راكړې شي۔ د دوهم سپيكر لخوا په اجازه ترلاسه كېدو نوابزاده افتخار احمد قرارداد وړاندې ك??و۔ قرارداد كښې ووئيل شول چې د جون 21مه نيټه د ب??نظ??ر بهټو 70مه سالګرې ورځ وه٬ شهيد بي بي موجود نه ده خو د ھغې سياسي هڅې نن هم زمونږ په زړه او دماغ كښې ژوندۍ دي او ژوندۍ به وي۔ شهيدې ته د اسلامي نړۍ او د پاكستان د و??ومبنۍ ښځينه وزيراعظمې اعزاز ترلاسه دې۔ قرارداد كښې ووئيل شول چې په نننۍ ورځ جمهوريت لپاره د شهيدې بي بي د تاريخي هڅو په لړ كښې په نړۍ كښې د ھغې په بصيرت او فكر سېمينار او د لېكچرز اهتمام كېږي۔ په قرارداد كښې ووئيل شول چې دا ايوان د شهيد ب??نظ??ر بهټو جرات٬ مړانې٬ لوړ كردار٬ علمي و اعلٰې صلاحيتونه او شعور ته پېرزوئنې وړاندې كوي او د ارواښادې لوړو درجو لپاره لاس په دعا دے۔ قرارداد ايوان كښې منظورۍ لپاره وړاندې ك??ې شو كوم چې په يوه خله منظور كړې شو
قامي اسمبلۍ كښې د پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بھټو د سالګري په موقع په متفقه توګه د مباركۍ قرارداد منظور
Carnival Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا