اسلام آباد 12اک??وبر (اے پی پی) د قانو?? او انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم وئېلي دي پاكستان د ګرے لسټ څخه وتلو لپاره د فيټف نزدې ټولې تقاضې تر سره كړې شوي٬اوس د پاكستان كيس په اصل ك??ې د فيټف د انصاف پسندۍ امتحان دے٬فيټف ته په ټولو هېوادونو د كوم تعصب نه بغېر د يو شان قانون نافذ كولو ضرورت دے۔ده دا خبرې د تركيې په استنبول ښار كښې د يوې دستورې په موقع د تركيې خبر رسنې ادارې “انادولو”سره په خپله ځانګړې مركه كښې وكړې۔وفاقي وزير فروغ نسيم ووئيل د پاكستا?? او تركيې وكيلان په هر يو فورم د خپلو مقدمو وړاندې كولو صلاحيت لري۔ده ووئيل د غېر قانوني اميګرېشن په اړه د پاكستا?? او تركيې چارواكي د مسئلې حل لپاره په ورځني بنياد كار كوي۔ده ووئيل د پاكستان د قانو?? او انصاف وزارت په هېواد كښې انصاف باوري كولو لپاره د پاكستان په قامي اسمبلۍ كښ?? نزدې 650 تراميم تجويز كړي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان د فيټف ټولې تقاضې پوره كړي٬اوس پوښتنه دا ده چې پاكستان په ګرے لسټ كښې ولې ساتلے شوے۔ده ووئيل بايد كوم نړيوال سياست ونه شي۔ده ووئيل پاكستان چې كوم اقدامات ??ړي هغه به د اكتوبر په سېشن كښې په ښه ډول وړاندې كولې شي۔هيله ده چې پاكستان به د ګرے لسټ نه راوځي