اسلام آباد۔5 فروری(اے پی پی) پخوانے صدر جنرال(ر) پروېز مشرف په حق ورسېد۔ هغه د اتوار په سهار د متحده عرب امارات دبۍ ښار په يو روغتون كښې په حق ورسېد چرته چې د هغه درملنې روانې وې۔ جنرال (ر) پروېز مشرف كال 2001 څخه تر 2008 د پاكستان صدر پاتے شوے وو۔ د هغه عمر 79 كاله وو۔ هغه په 11 اګست 1943ء دهلي كښې سترګې وغړولې۔ زده كړې يۍ كراچۍ سېنټ پیټرک ھائی سکول او ایف سی کالج لاهور څخه ترلاسه كړې ۔ وروستو هغه پاك پوځ كښې كمېشن ترلاسه كړو۔ د كال 1965 او 1971 په جنګونو كښې يۍ برخه اخستې وه۔ هغه په كال 1998 كښې د چيف آف آرمي سټاف په منصب تعينات كړے شو۔ دې څخه وروستو يۍ تقرري د چئیرمین جوائنټ چیفس آف سټاف کمېتۍ په منصب هم وكړې شوه۔ هغه د كال 1999 اكتوبر مياشت كښې د دغه وخت وزيراعظم نواز شريف حكومت ختم كړو او د هېواد چیف اېګزېکټیو جوړ شو۔ جنرال (ر ) پروېز مشرف په 12 اکتوبر 1999 د چيف اېګزېكټيو منصب ترلاسه كړو۔ هغه د كال 2001 څخه تر 2008 د پاكستان صدر پاتے شو۔ په كال 2008 كښې صدارت څخه مستعفي كېدو نه وروستو هېواد څخه بهر لاړو او بيا لږې مودې له پاكستان ته راستون شو او دلته يۍ په كال 2010 كښې د آل پاكستان مسلم ليګ بنياد كېښود۔
پخوانے صدر پروېز مشرف په حق ورسېد
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ