اسلام آباد۔15مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم د بېن المذاهب همغږۍ خاص استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر اشرفي وئيلي دي د پاكستان په مونږ ټولو حق دے كوم چې مونږ د يو بل سره په مينه او د يو بل په احترام كولو ادا كولې شؤ۔ دا د پاكستانۍ ټولنې ښكلا دا ده چې دلته هر مذهب سره تعلق لرونكي ژوند كوي ٬ انتها خوښي د يو فيصد نه هم كم دي٬ شدت خوښي عناصر كله هم كاميابېدے نه شي۔ د نهې په ورځ امن ته د ودې وركولو په اړه كنفرنس ته خپل خطاب كښې طاهر محمود اشرفي ووئيل پاكستان په مونږ ټولو حق لري ٬ خپلو كښې مينه او د يو بل احترام سره مونږ دا حق ادا كولې شؤ۔ ده ووئيل دا د پاكستانۍ ټولنې ښكلا دا ده چې دلته د هر يو مذهب خلقپه امن او ورورولۍ سره ژوند كوي۔ ده ووئيل انتها خوښي د يو فيصد نه هم كم دي، شدت خوښي عناصر كله هم كاميابېدے نه شي۔ ده ووئيل په كومه ورځ چې عام مونځ كوؤنكي په جوماتونو كښې د شدت خوښۍ په ضد اودرېږي او د امن او سلامتيا او د قرآن او سنت خبره وكړي په دغه ورځ به دا مسئله حل كېدل پېل شي۔ ده ووئيل په ملګرو ملتونو كښې د ناموس رسالت په اړه زمونږ وزيراعظم عمران خان غږ پورته كړے د كوم چې نړيوالو لارښودو هم ملاتړ كړے۔ ده ووئيل اسلام مونږ ته د يووالي درس راكوي۔ ده ووئيل اسلام د لونړو د تربيت امر كړے ٬ د داج نشتوالي د لاسه نن لونړه په كورونو كښې ناستې دي۔ ده ځوانانو ته غږ وكړو چې د داج لعنت ختمولو له كمپائن وچلوي۔
پاكستان كښې د هر مذهب خلقپه امن او ورورولۍ سره ژوند كوي٬ دلته شر خوښي عناصر كله هم كاميابېدے نه شي ٬ د حافظ محمد طاهر محمود اشرفي كنفرنس ته خطاب
مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ