اسلام آباد 15نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم د خزانې صلاحكار وياند مزمل اسلم وئېلي دي په كراچۍ كښې د چينو بيعه د يو كلو ګرام په سر تر 50 روپو كمه شوې ۔د ګل په ورځ په ټوېټر خپل ټوېټ كښې ده ووئيل په كراچۍ كښې د چينو ايكس مل بيعه يو كلو 95 روپو ته راغلې۔ده ووئيل وزيراعظم تېره اونۍ د چينو په بيعه كښې د ناڅاپي اضافې سخت نوټس اخستے ؤ او د دې په نتيجه كښې د چينو په بيعه كښې په يو كلو كښې تر 50 روپو كمے راغلے۔ده ووئيل د رېټيل په كچه د بيعو څارنه كول د صوبائي حكومت ذمه واري ده بايد صوبې د چينۍ او نورو څيزونو د بيعو څارنه باوري كړي۔ده هيله څرګنده كړه چې په راتلونكو ورځو كښې به د چينو بيعه نوره هم كمه شي
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا