اسلام آباد۔3فروری(اے پی پی) د پاكستان او يو اے اي ترمينځه په مېرين او لاجسټك سېكټرز كښې دوه اړخيزه مرسته زياتولو له د مفاهمت يادښت لاس ليك شوے۔ د وزيراعظم د ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د کراچی پورټ ټرسټ پاکستان او ابوظهبی پورټس ګروپ یو اے ای ترمينځه د مفاهمت يادښت لاس كېدو دستورې خاص مېلمه وو۔ د دې لوظنامې مقصد د میرین او لاجسټک څانګو كښې د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كول دي۔ په دې مهال د مواصلاتو٬ رېلوے او مېري ټائم افيئرز نګران و فاقي وزير شاهد اشرف تارړ او د متحدہ عرب امارات د تجارت وزير ډاکټر ثانی بن احمد الزیودی، په پاكستان كښې د یو اے ای سفیر حمد عبید ابراهیم سلیم الزابی او د دواړو هېوادونو چارواكي موجود وو۔ په دې موقعه نګران وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه په تجارتي څنګه كښې په روانه همكارۍ ٬ خبرو اترو او تبادله كښی په زياتوالي د اطمينان څرګندونه وكړه۔
د پاكستان او يو اے اي ترمينځه په ميرين او لاجسټك سيكټرز كښې دوه اړخيزه مرسته زياتولو له د مفاهمت يادښت لاس ليك شو
مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná