اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی)اولس مشر ډاكټر عارف عل??ي وئېلي دي پاكستان د بحرين سره خپلې د ورورورلۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬پاكستان په ټولو څانګو كښې د ورورولۍ اړيكو زياتولو خوښي لري۔اولس مشر د دې خيالاتو څرګندونه د بحرين خارجه وزير شېخ خالد بن محمد الخليفه سره په خپلو خبرو كښې ??كړې چا چې د نهې پھ ورځ ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كولو۔اولس مشر ووئيل پاكستان او بحرين نزدې د ورورولۍ اړيكې ل??ي٬ او د دواړه هېوادونه په شريكه عقيده ٬كلتور او د ورثې په بنياد يو بل سره تړلې شوي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ودې له موقعې شته ۔ده د دواړو هېوادونو چيمبرز آف كامرس ترمينځه د نزدې مرستې په ضرورت زور راوړو۔ده ووئيل بحرين د پاكستان څخه غنم٬تازه سبزيانې٬ ميوې٬ډيري او د غوښې ??صنوعات٬ټېكسټائل٬د چمړې مصنوعات٬فرنيچر او د جراحي آلات درآمد كولې شي۔ده په بحرين زور راوړو چې په بحرين كښې د تېلو او ګاز په لټون كښې د ګډون لپاره د پاكستان سركاري او نجي آئل او ګاز كمپنو له آسانۍ وركړي۔ده ووئيل بحرين د پاكستان سېلګرۍ صنعت پرمختګ لپاره د سرمايه كارۍ موقعو څخه است??اد?? كولې شي۔اولس مشر په جون 2018 كښې د پاكستان او بحرين ترمينځه د پوځي لوظ نامې په لاس ليك كولو د خوشحالۍ څرګندونه كړې كومه چې د دفاع ټولو څانګو احاطه كوي۔ده د پاكستان لخوا د دفاع په اړه دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو له خواهش څرګند كړو۔ده وړاندېز وكړو چې د پاكستان خليج مرستې كونسل ترمينځه اختلافات خاتمې لپاره ثالثۍ كردار ادا كولې شي۔اولس مشر شاه حماد بن عيسٰی الخليفه كنګ حماد پوهنتون آف نرسنګ اينډ اېسوسي اېټډ مېډيكل سائنسز په تحفه هم مننه وكړه۔د بحرين خارجه وزير شېخ خالد بن احمد بن محمد الخليفه په بحرين كښې ??ېشته پاكستانو كډوالو د بحرين اقتصادي پرمختګ كښې تعميري كردار وستائېلو۔اولس مشر د پاكستان هنرمنده افرادي قوت ته په بحرين كښې د روزګار موقعو كښې ??ه ترجيح وركولو زور راوړو۔د بحرين خارجه وزير ووئيل كنګ حماد بن عيسٰی الخليفه پاكستان سره اړيكې لا مستحكمول غواړي
د اولس مشر د بحرين خارجه وزير شېخ خالد بن محمد الخليفه سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا