اسلام آباد۔11مئی(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د طاقتورې ډلې د قانون تابع كول د جهاد برابر ګڼلے شي۔ د قانون سرلوړۍ نه غېر كومه ټولنه پرمخت?? كولې نه شي۔ هغه د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ په ټی وی “ستاسو وزيراعظم تاسو سره”پروګرام كښې د اولس د پوښتنو ځواب وركولو په مهال وكړه۔ هغه ووئيل په مدينه منوره رياست كښې د قانون حكمرانۍ اصولي په عملي شكل كښې موجود و ځكه خو دغه ټولنه ټول انسانيت لپاره يوه مثالي ټولنه وګرځېده۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل په تاريخ كښې د هغه قام??نو نامه نه پاتې كېږي كوم چې د قانون سرلوړي نه لري۔ هغه ووئيل كله چې د هېواد حكمرانان قامي خزانه لوټ كول پېل كړي نو هېواد تباه شي۔ هغه ووئيل په بې وزله هېواد??نو كښې هر كال نزدې د يو زر اربه ډالره مني لانډرنګ كېږي۔ هغه ووئيل د قانون د حكمرانۍ مطلب كمزورې ډلې ته تحفظ وركول دي۔ د پرمختګ كړې هېواد??نو د پرمختګ راز د قانون په سرلوړۍ كښې دے۔ هغه ووئيل د پاكستان تحريك ??نص??ف بنياد په يو ډول ??نص??ف وركولو اېښودلے شوے دے او هغه هېواد كښې د قانون حكمرانۍ او فلاحي رياست جوړولو له هڅې كوي
د طاقتورې ډلې د قانون تابع كول د جهاد برابر ګڼلے شي۔ د وزيراعظم عمران خان په ټي وي د پوښتنو ځوابونه وركولو په مهال خبرې
مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia