ملتان 07 نومبر(اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پي ډي اېم په بهرنې اېجنډا كار كوي، د پي ډي اېم ګوندونه د فېډرېشن مخالف دي، په دې كښې د شاملو ګوندونو نه كومه نظريه شته او نه كومه اېجنډا، كه لانګ مارچ وي يا شارټ مارچ، يرېدونكي نه يو، پي ډي اېم دې د احتجاج او مارچ شوق پوره كړي، د تېر وخت پشان به دې ځل ته هم پي ډي اېم مايوسه كېږي. تېره ورځ يوې دستورې ته په خپله وېنا كښې خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې د حكومت رانسكورولو خواهش به خواهش پاتے شي، تحريك انصاف يواځنې ګوند دے كوم چې د فېډرېشن پلوي او قومي سياسي ګوند دے. ده ووئيل چې د پي ټي آئي اېجنډا قوي ده او د دې جرړې په ټول هېواد كښې خپرې شوې دي. ده ووئيل چې حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي، د اسمبلې نه بهر خلق دې د وخت انتظار وكړي. ده ووئيل چې د كال 2023م په ټولټاكنو كښې به هم تحريك انصاف اقتدار ته راځي.
پي ډي اېم په بهرنې اېجنډا كار كوي، كه لانګ مارچ وي يا شارټ مارچ، يرېدونكي نه يو. خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي
مضمون کا ماخذ : quina acumulada