اسلام آباد۔6جون(اے پی پی) پاكستان د حضور نبي كريم (ص)په اړه د هند د واكمن ګوند بھارتیه جنتا پارټۍ د دوه سينئر عهدېدارانو د سپكاوي ريماركس سخته غندنه كولو سره هندي ناظم الامور خارجه وزارت ته طلب كولو سره هغه ته سخت احتجاج كړې دې۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت وياند لخوا د جاري شوي بيان لمخې هندي ناظم الامور په دې اړه خبر كړې شو چې دا ريماركس د قبولولو وړ نه دي او دې سره نه يوازې د پاكستاني اولس بلكې د ګردې اسلام نړۍ د مسلمانانو جذبې ته سخت زيان رسېدلې دې۔ هندي سفارتكار ته ووئيلې شؤ چې د بي جے پي حكومت لخوا د ياد شويو عهدېدارانو په ضد د وروستو او معمولي تاديبي ګامونو په پورته كولو پاكستان ته سخت افسوس شوې دې كوم چې د مسلمانان غم كمولې نه شي۔ بيان كښې ووئيلې شؤ چې پاكستان ته په هند كښې د مسلمانانو په ضد په زيات شوي فرقه واريت ٬ تشدد او كركه سخته اندېښنه ده٬ په هند كښې مسلمانان په منظمه توګه بدنامولې شي ٬ دوئي وروستو پاتې كولې شي او دوئي د بنياد پرست هندوانو د بريد نښه جوړولې شي چې په كښې انتها خوښو ته د هند په بېلو رياستونو كښې د امنيتي ادارو ملاتړ ترلاسه دې۔ وياند وئيلي چې په هند كښې مسلم مخالف جذبات زياتېدل او په مركزي چوكاټ كښې شاملولو له د فضول تاريخي ادعاګانو حواله وركولو سره مسلمانان خپلو پخوانو عبادت خانو څخه د مرحومه كولو مخ په زياتېدونكې رجحان په هندي ټولنه كښې د اسلامو فوبيا ښكاره نتيجې نه دي نو څه دي؟۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې پاکستان د بي جے پي مشرتابه او هندي حكومت څخه په سختۍ سره دا غوښتنه كوي چې هغه دې د بي جے پي د عهدېدارانو لخوا د شوي سپكاوي ريماركس په ښكاره توګه غندنه وكړي او دا خبره دې باوري كړي چې د دوئي په ضد پرېكنده او د عمل وړ كارروائۍ د لارې دې دوئي څخه ځواب وغوښتلې شي۔ هند ته د نړيوال قانون لمخې خپلې ذمه وارۍ په ګوته كولو سره ووئيلې شؤ چې هغه دې اقليتونه د بشري حقونو خلاف ورزيو څخه بچ كولو له فوري اقدامات وكړي٬ د دوئي سلامتيا ٬ حفاظت او خېر ښېګړه دې باوري كړي او دوئي ته دې امن سره د خپلې عقيدې لمخې د ژوند كولو اجازه وركړې شي۔ پاكستان نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه ملګرو ملتونو ٬ او آئي سي او د بشري حقونو تنظيمونو څخه دا غوښتنه كوي چې هغه دې په هند كښې تر خطرناك حد زياتې شوې اسلاموفوبيا نوټس اخستو سره دې مخنيوي له په هندي چارواكو زور راوړي۔
د پاكستان د بي جے پي عهدېدارانو لخوا په سپك ريماركس هند ته سخت احتجاج ٬ هندي ناظم الامور خارجه وزات ته راوبللې شو
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث