اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي دي مريم صفدر د ستړې قافلې برخه ده ٬ دوي 7 ځله لانګ مارچ كړے ٬ نواز شريف له به هېواد ته په راستنېدو د كرپشن او لوټ كړي دولت حساب وركول وي۔ د مريم صفدر ميډيا سره په خبرو خپل غبرګون كښې ده ووئيل په نواز شريف کرپشن ثابت شوے ۔ ده ووئيل ھغه هېواد لوټ كړے او سپريم كورټ ھغه نااهله ګرځولے ۔ ده ووئيل نواز شريف هېڅ علاج نه كوي ٬ ھغه بس بھګوړه دے او بهر پټ شوے۔ ده ووئيل نواز شريف دې هېواد ته راستون شي ھغه له به ټكټ هم وركوٶ خو ځاے به ئې د اډياله زندان وي ۔ ده ووئيل په مسلم ليګ (ن) كښې دننه جنګ روان دے او پخپله د يو بل ښپې وهي٬ شهباز شريف ٬مريم صفدر راغوځول غواړي او مريم صفدر شهباز شريف ۔ فرخ حبيب ووئيل د ن ليګ نور 4 كسان رامخې ته شوي٬ دوي ته به په هېڅ صورت د تېںتې لاره نه ترلاسه كېږي۔ وزير مملکت ووئيل يوازې وزيراعظم عمران خان د نواز شريف په لار كښې خنډ دے٬ ځكه چې په ماضي كښې به ورته اېن آر او وركړې كېده۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د کرپشن په ضد كلك ولاړ دے۔ وزير مملکت فرخ حبيب ووئيل د دوي له مخې په تېر دسمبر كښې د پي ټي آئي حكومت تلونكے ٶ، الحمدللہ مونږ درې نيم كاله پورا كړل ٬ مونږ اولس ټاكلې يو او خپله آئيني موده به ترسره كوٶ
مريم صفدر د ستړې قافلې برخه ده٬ نواز شريف له به هېواد ته په راستنېدو د كرپشن او لوټ كړي دولت حساب وركول وي۔ وزير مملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن