اسلام آباد 15فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي په افغانستان كښې د طالبانو حكومت تسليمولو پرېكړه پاكستان يوازې نه شي كولې او په دې لړ كښې پاكستان د افغانستان په ګاونډ كښې ټول هېوادونه ځان سره ملګري كول غواړي، هند له به د كشمير حېثيت بدلول وي، د 5م اګست كال 2019م نه وړاندې پوزيشن ته د تللو نه پس هند سره خبرې كېدې شي، په دې وخت كښې خبرې اترې كول به د كشمير خلقو سره د غدارۍ خبره وي، سنكيانګ د چين صوبه ده، كومه شخړه نه ده او دا د چين د برخې په توګه منلې شي، په افغانستان كښې امن او استحكام د پاكستان او امريكې دواړو لپاره د ګټې دے، امن له د امريكې شراكت دار يوو خو په شخړو كښې نه. د نهې په ورځ فرانسوي ورځپاڼې لي فګارو سره په مركه كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل په هند كښې چې څه روان دي، په دې زه د هند خپلو ملګرو لپاره پرېشان يم، يو تعليم يافته هندوستاني لپاره به په دې وخت كښې په هند كښې لوئېدل د اندېښنې وړ وي. د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان د افغانستان په ګاونډ كښې ټول هېوادونه ځان سره ملګري كول غواړي، مونږ دوي سره په ګډه شريك ګام پورته كول غواړو، كه پاكستان يوازې كوم ګام پورته كوي، نو دې سره به په پاكستان ډېر زيات نړيوال فشار راشي. پاكستان په دې وخت كښې په معاشي توګه په خپلو پښو د اودرېدو هڅه كوي.ده ووئېل كله چې زمونږ حكومت راغلو نو هېواد دېواليه ؤ ، مونږ واجبات ادا كولو لپاره پېسې نه لرلې، زمونږ د پام مركز په دې وخت كښې معيشت دے او مونږ خپل معيشت په هغه وخت كښې بره بوتللے شو كله چې مونږ نړۍ سره ښې اړيكې ولرو. وزيراعظم ووئيل وروستے څيز كوم به چې مونږ ونه غواړو هغه نړيواله تنهائي ده، يعني چې مونږ يواځې﴿ د طالبانو حكومت﴾ تسليم كړو خو په دې وئيلو سره زه باور لرم چې د وړاندې تللو يواځنې لاره دا ده چې كه مونږ د نزدې د څلور كروړه افغانانو خېر ښېګړه غواړو نو افغان دولت به زر يا وروستو منل وي ځكه چې په دې وخت كښې كومه بله لاره نشته. وزيراعظم ووئيل په تېر وخت كښې چې كله د طالبانو حكومت ؤ ، نو د دوي شمالي اتحاد سره شخړه روانه وه. په افغانستان كښې اوس كوم تصادم نشته، څلوېښت كاله پس وړومبې موقع ده، سوا د وړو ترهګرو ډلو هېواد د شخړو څخه پاك دے. ده ووئيل په افغانستان كښې چې څومره زيات استحكام وي، هم دومره به د نړيوالو ترهګرو د ودې امكان كم وي ځكه زه محسوسوم چې د وړاندې تللو يواځنې لار د طالبانو حكومت تسليمول دي، خو پاكستان يوازې داسې نه شي كولې، ده ووئېل مونږ ټولو سيمه ايزو هېوادونو سره مشوره كوو. وزيراعظم ووئيل په دې خبره په نړيواله كچه اتفاق دے چې بايد په افغانستان كښې يو ټولشموله حكومت وي، بل د بشري حقونو او په خاص توګه بايد د مېرمنو د حقونو احترام وي. د طالبانو حكومت د دواړو لوظ كړے . دوي د بشري حقونو او د ټولشموله حكومت خبره كړې ٬اوس پوښتنه دا ده چې طالبان داسې وكړي چې نړۍ ورسره مطمئنه شي چې طالبانو شرائط پوره كړي٬۔وزيراعظم ووئيل د امير متقي په دور كښې كوم جامع باور نه دے وركړے شوے خو هغه په دې اصولي اتفاق كړے چې دوي به په دې لړ كښې مخ په وړاندې څنګه ځي٬كه څوك د افغانانو د كردار نه خبر وي نو بايد دوي ته معلومه وي چې دوي ډېر فاخر خلق دي او تاسو يې نه شئ مجبور كولې۔ ده ووئېل هغوي د بهرنۍ مداخلې نه كركه لري٬په كال 2001م كښې پاكستان په هغو دريو هېوادونو كښې يو ؤ كومو چې افغانستان تسليم كړے ؤ٬ خو سره د دې كله چې پاكستان طالبانو ته د دې وئېلو هڅه وكړه چې دوي دې اسامه بن لادن امريكې ته وسپاري نو دوي مكمل انكار وكړو٬ځكه تر يو حد بهرنے فشار په كوم حكومت آغېز پرېباسلے شي او په خاص توګه په داسې حكومت كوم چې د طالبانو پشان زيات آزادي خوښونكے وي۔ ده ووئېل يوازې خبرداري وركولو لپاره كه څوك دا سوچ لري چې دې عمل لپاره تاسو هغه مجبورولې شئ نو داسې كېدونكې نه دي او بايد مونږ توقعو هم ونه لرو ځكه چې د مېرمنو د حقونو په اړه د افغانستان خلق كوم سوچ لري او په لوېديزو هېوادونو كښې مېرمنې كوم حقونه لري٬ د دغې دواړو ترمينځه لويه خلا موجود ده٬ ده ووئېل د مېرمنو لپاره د لوېديز په طرز د حقونو كه څوك توقع لري نو په افغانستان كښې به داسې ونه شي خو هغوي په دې خبره متفق دي چې بايد جينكۍ د زده كړو اجازه ولري٬۔وزيراعظم ووئيل دوه اندېښنې موجود دي٬وړومبۍ د كډوالو ده٬په پاكستان كښې د وړاندې نه د 40 لكه نه زيات كډوال مېشته دي او د اندېښنې وړ خبره دا ده چې كه په افغانستان كښې حالات خراب شي او دا انساني بحران بدتره شي٬نو په هېواد ګښې د كډوالو يو سېلاب راتللے شي۔پاكستان د نورو كډوالو پیټے نشي زغملے ٬ ده ووئېل مونږ وسيلې نه لرو٬دوهمه دا چې د كابل د سقوط نه وړاندې په افغانستان كښې درې ډلو كاروائۍ كولې٬په وړومبي لمبر ټي ټي پي پاكستان طالبان٬دوهم بلوچ ترهه ګر او په درېم لمبر داعش وو ځكه مونږ پوخ باور لرو چې په افغانستان كښې حكومت څومره مستحكم وي٬دا ډلې به د هغه ځاې څخه د كاروائيو موقعې كمې ولري۔دې لپاره مونږ مضبوط دلائل لرو٬ ده ووئېل پاكستان سره په افغانستان كښې د استحكام تر ټولو قوي دليل ممكنه كډوال او ترهه ګري ده٬د طالبانو د حكومت لخوا خپله خاوره د نورو هېوادونو په ضد ترهه ګرۍ لپاره د نه كارېدو په ضد د پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل هغه د طالبانو په حكومت باور لري٬زما په خيال چې چا هم افغان طالبانو سره كار كړے وي٬زه د كال 2000م خبره كوم۔تاسو يوه خبره كولې شۍ چې هغوي په خپله ژبه ولاړ وي٬كله به چې د ټركونو ډرائيوران او نور خلق د طالبانو اقتدار ته د راتللو نه پس افغانستان ته تلل نو هغوي به وئېل چې وړاندې به د هر 50 ميله نه پس جنګيالو د هغوي څخه پېسې اخستې كله چې طالبان اقتدار ته راغلل نو په بنيادي توګه په هر ځاې كښې امن راغلے ؤ ٬كله به چې دوي د تحفظ ضمانت وركړو نو تحفظ به ؤ۔ده ووئيل نه يوازې زمونږ حكومت بلكې ټول ګاونډيان هېوادونه مني چې په افغانستان كښې امن او استحكام د مينځنۍ آسيا هېوادونو لپاره ډېر مهم دے۔د پاكستان او مينځنۍ آسيا د هېوادونو په نظر كښې پاكستان د افغانستان د لارې مينځنۍ آسيا سره تړلے كېږي٬د مينځنۍ آسيا هېوادونه بحرهند سره تړلې كېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئېل كه د طالبانو د خاورې څخه ترهه ګري كېږي نو دوي به ستونزو سره مخ شي۔د پاكستان او فرانس اړيكو په اړه وزيراعظم عمران خان ووئيل فرانس د پاكستان لپاره ډېر مهم هېواد دے٬د پاكستان نيم برآمدات اروپائي ائتلاف ته ځي٬فرانس زمونږ مهم تجارتي شراكتدار دے۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان په اړه د ده بنيادي فكر معيشت ښه كول دي۔وزيراعظم ووئيل د كورونا په وجه نړيوال سفر يا ملاقاتونه كم شوي ٬ زياتره ورچوئل ملاقاتونه شوي خو زه به صدر ميكرون سره ليدل غواړم هغه سره به په دوه اړخيزه اړيكو خبرې كوم٬زما دوه ځله صدر ميكرون سره په ټېليفون خبرې هم شوي۔
په افغانستان كښې د طالبانو حكومت تسليمولو پرېكړه پاكستان يوازې نشي كولې، د 5م اګست كال 2019م نه وړاندې پوزيشن ته د تللو نه پس هند سره خبرې كېدې شي. د وزيراعظم عمران خان فرانسوي خبريال لي فګارو سره مركه
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس