اسلام آباد 15 اپرېل(اے پی پی) د نجكارۍ وفاقي وزير او د نجكارۍ كمېشن چيئرمېن محمد ميا سومرو په مشرۍ كښې د نجكارۍ جائزه كمېټۍ اونيزه غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔د نجكارۍ وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې وفاقي وزير ته د بېلو ادارو نجكارۍ عمل او په معاملات كښې په پېشرفت بريفنګ وركړے شو۔د غونډې په مهال د نجكارۍ حتمي پړاؤ كښې د داخل, شوو ادارو صورتحال هم خاص جاج واخستلے شو۔په دې ادارو كښې سروسز انټرنېشنل هوټل٬هيوي اليكټريكل كمپليكس٬جناح كنونشن سنټر٬هاؤسنګ بلډنګ فنانس كارپورېشن او فرسټ ويمن بېنك هم شامل دې۔د غونډې په مهال د پاكستان سټيل ملز او نېشنل پاور پلانټس منيجمنټ كمپنۍ په اړه هم تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔غوڼدې ته د وېنا كولو په مهال د نجكارۍ وفاقي وزير محمد ميا سومرو ټولو اړوندو ته د نجكارۍ د پېشرفت رپورټ باقاعدګۍ سره د وړاندې كولو هدايات وكړو۔ده ووئيل د دې ادارو نجكاري د موجوده حكومت معاشي اصلاحات ايجنډې يوه مهمه برخه ده
د نجكارۍ وفاقي وزير او د نجكارۍ كمېشن چيئرمېن محمد ميا سومرو په مشرۍ كښې د نجكارۍ جائزه كمېټۍ اونيزه غونډه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی