اسلام آباد۔23فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي شهباز شريف او زرداري په پاكستان كښې د كرپشن عكسونه دي٬ دا دوه لويې سوداګر د شپې يوځائې شؤ٬ د شپې په ملاقات كښې په دې خبره وشوه چې هارس ټرېډنګ له څومره پېسې وركول دي٬ د قومي اسمبلۍ زمونږ درې غرو ته د عدم اعتماد تحريك لپاره د پېسو پېشكش د شرم وړ خبره ده٬ دواړه ګوندونه په هېواد كښې هارس ټرېډنګ يو وارې بيا راوړل غواړي د كوم به چې مونږ مخنيوي كوؤ ٬ اپوزيشن ته چېلنج دې چې هغه دې په راروانو 24 ساعتونو كښې تحريك عدم اعتماد راوړي٬ دوي ته به معلومه شي٬ د وزيراعظم عمران خان د روسيه دوره ډېره زياته مهمه شوې ده ٬ د نړۍ نظر د صدر پيوټن او وزيراعظم عمران خان په ملاقات دي ٬ سره د ټولو ستونزو زمونږ معيشت په سم لوري روان دے٬ راروانه اونۍ كښې اولس ته ريليف وركولو له نور پېكجز راوړؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ په دې موقعه د اطلاعاتو وزير مملكت فرخ حبيب هم موجود وو۔ وفاقی وزیر ووئيل وزراعظم عمران خان د پی ټی آئی سېنټرل اېګزېکټو کمېټۍ په غونډه كښې د روسيه دورې په اړه د ګوند باور ترلاسه كړې دې٬ وزیراعظم عمران خان سبا صدر پيوټن سره ملاقات كوي۔ هغه ووئيل 23 كاله پس كوم پاكستانې وزيراعظم د روسيه په دوره روانېږي۔ هغه ووئيل د نړيوال صورتحال په تناظر كښې د وزيراعظم د روسيه دورې اهميت سوا شوې دې۔ وفاقی وزیر ووئيل وزيراعظم تېره ورځ د روسيه ټي وي چېنل ”آر ټی” سره مركه كښې خپله خارجه پالېسي په ډاګه كړه، وزیر اعظم ښكاره ووئيل چې مونږ د كومې ډلې غړې جوړېدل نه غواړؤ٬ مونږ به خپله آزاده خارجه پالېسي په ځائې ساتؤ۔ هغه ووئيل د افغانستان په معامله د پاكستان نړيوال كردار په ګرده نړۍ كښې ستائلې شوې دې۔ كله چې اشرف غني په اقتدار كښې وو نو مونږ هغه ته وئيلې وو چې دغه وخت ټاكنې پرېږدي او ټول شموله حكومت پلو لاړ شي۔ اشرف غني ته مو باور وركړې وو چې كه هغه صورتحال سم نه كړي نو هغه به زيات وخت پاتې كېدې نه شي۔ دې نه وروسته چې كوم صورتحال رامخې ته شو په دې كښې مونږ وايؤ چې د افغانستان د اولس بايد فكر وكړې شي۔ په غذائي او معاشي بحران كښی بايد د دوئي مرسته وكړې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل د تېل بيعې هم د تاريخ تر ټولو لوړې كچې ته رسېدلې دي٬ د دې دلاسه ټوله نړۍ ځپلې شوې ده ٬ د روسيه او يوكرېن ترمينځه تاؤ تريخوالې دې ٬ 40 فيصده نه زيات غنم په روسيه او يوكرېن كښې پېدا كېږي٬ كه دا بحران زيات شو نو په نړۍ كښې د خوراك بحران هم رامخې ته كېدې شي۔ د روسيه او يوكرېن په اړه به احتياط سره ګام پورته كول وي۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان هم وئيلي چې مونږ به متوازنې خارجه پالېسۍ سره مخ په وړاندې ځو۔ هغه ووئيل تر دې دمه اپوزيشن د عدم اعتماد تحريك راوړلو جرات ونكړې شو ٬ ما وړاندې هم وئيلي وو چې كه دوئي كښې همت وي نو دوئي دې سبا د عدم اعتماد تحريك راوړي۔ اپوزيشن ته چېلنج دے چې دوئي دې په 24 ساعتو كښې د عدم اعتماد تحريك راوړي نو دوئي ته به معلومه شي چې دوئي سره څه كېږي۔ هغه ووئيل مونږ د راروانو ټول ټاكنو تياري كوؤ ، نن د پنجاب د پارليماني بورډ غونډه ده۔ هغه ووئيل سره د ټولو ستونزو زمونږ معيشت په سم لوري روان دے ٬ راروانه اونۍ كښې اولس ته ريليف وركولو له نور پېكجز راوړؤ۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل په پاكستان كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غونډې تياريانې روانې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښی ده ووئيل كومه هم قانون سازي چې كېږي هغه د اټارني جنرل په علم كښې وي۔ هغه ووئيل د تهمت او بهتان لپاره په اسلامي قانون كښې سزاګانې دي ، بحث بايد په دې وكړې شي چې د قانون په ناوړه توګه د كارولو مخنيوې څنګه وكړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل مریم نواز يرېدلې ده٬ د مریم اورنګزیب بیان د شهباز شریف او نواز شریف منظورۍ سره راغلې دې ٬ نواز شريف ټول عمري د پوځ تقسيمولو هڅه كړې ده
شهباز شريف او زرداري په پاكستان كښې د كرپشن عكسونه دي٬ د قومي اسمبلۍ غړو ته د پېسو پېشكش د شرم وړ خبره ده٬ د نړۍ نظر د صدر پيوټن او وزيراعظم عمران خان په ملاقات دے٬ اولس ته ريليف وركولو له نور پېكجز راوړؤ٬ چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔